فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۴۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ ﴿۱۴۹﴾ بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ ﴿۱۵۰﴾ سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ ﴿۱۵۱﴾
پس ورکړه دوی ته اللّه تعالٰی بدله ددنیا اوښائسته بدله دآخرت او اللّه تعالٰی مینه کوی دښائسته عمل کؤونکو سره ﴿۱۴۸﴾
ای ایمان والو: که تاسو خبره اومنئ دکافرانو واپس به اوگرځوی تاسو (دایمان نه) په پوندوستاسوباندی پس شئ به زیان والا ﴿۱۴۹﴾
بلکه اللّه تعالٰی مولاستاسو دی اوهغه غوره دامدادیانونه دی ﴿۱۵۰﴾
خامخا اچؤو مونږ په زړونو دکافرانو کښی هیبت په سبب ددی چه دوی برخی والا جوړکړی دی د اللّه تعالٰی سره هغه څوک چه نه دی رالیږلی اللّه تعالٰی په شرکت دهغوی باندی هیڅ دلیل اوځای دورتللوددوی اوردی اوناکاره ځای داوسیدلودمشرکانودی ﴿۱۵۱﴾
[۱۴۸] (مُحْسِنِينَ) هغه خلق دی چه په عقیده دتوحید او اتباع دسنت سره عمل کوی اوهغی ته ښائسته عمل وئیلی شی (ثَوَابَ الدُّنْيَا) فتح غلبه او غنیمتونه دجهاد په وجی سره -
[۱۴۹] په دی کښی تعلیم دبل حسن خلق دی یعنی ځان ساتل داطاعت دکافرانونه ځکه داسبب دمرتد کیدلو دی -
[۱۵۰] په دی کښی تسلی ده په ولایت او نصرت د اللّه تعالٰی په وخت دکلک والی په دین اسلام باندی -
[۱۵۱] دامثال د ولایت اونصرت الٰهی دی چه کافران اگرچه ډیروی اوطاقتور وی لیکن دهغوی په زړونوکښی رعب واچولی شی لکه دغزوه احد دفراغ نه روستو کافرانو ددوباره حملی اراده کړی وه لیکن درعب دوجی نه روستوشول اوسبب ددی شرک دی (مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا) په دی کښی اشاره ده چه د اثبات دشریک د اللّه تعالٰی دپاره دلیل صحیح منزل په کار دی اوپه شرک باندی داسی دلیل نیشته کوم چه جاهلان ذکرکوی نوهغه خوبونه، خپل خیالات، دمشرانو خبری اوقصی دی په هغی سره دین نه ثابتیږی - مأوٰی او مَثوٰی کښی فرق دادی چه ماویٰ ځای دورتللوته وئیلی شی که اوسیدل پکښی وی اوکه نه وی اومَثوٰی ځای دقیام او اوسیدلوته وئیلی شی -