وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ ﴿۱۴۵﴾ وَكَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ ﴿۱۴۶﴾ وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۱۴۷﴾
اونه ده ممکن یونفس لره چه مړشی بغیرداجازت د اللّه تعالٰی نه لیکل دی مقرر اوڅوک چه غواړی (په عمل خپل) بدله ددنیا مونږ ورکؤوده ته هغی نه ، اوڅوک چه غواړی بدله دآخرت (په عمل خپل سره) وربه کړو ده ته هغی نه اوخامخا بدله به ورکړو شکرگذاروته (چه دآخرت په نیت عمل کوی) ﴿۱۴۵﴾
اوډیرپیغمبرانو جنگونه کړی دی ددوی په ملکرتیا کښی خدائی ډلی ډیری وی پس سست نشو (دجهادکولونه) دوجی دتکلیفونونه چه اورسیدل دوی ته په لار د اللّه تعالٰی کښی اونه کمزوری شوی وؤپه مقابله د دشمن کښی اونه ؤو تایع شوی دشمن ته او اللّه تعالٰی مینه کوی دصبرناکوسره ﴿۱۴۶﴾
اونه وه وینا ددوی (دعا ددوی) مگرداچه ویل دوئ ای ربه ځمونږاوبخی مونږته گناهونه ځمونږ اوزیاتی ځمونږپه کارددین ځمونږکښی اوکلک کړی قدمونه ځمونږ اوغلبه راکړی مونږله په قوم کافرانوباندی ﴿۱۴۷﴾
[۱۴۵] په دی آیت کښی تنبیه ده چه مرگ په نیټه باندی راځی نودجهاد نه دمرگ په ویره سره پاتی کیدل جائز نه دی اوجهاد اوهرعمل د خیردآخرت په نیت سره کوئ اوداتعلیم دبل خُلقِ حسن دی (وَمَنْ يُرِدْ) چاچه اراده اوکړه په عمل دخیرسره بدله ددنیا (الشَّاكِرِينَ) دلته هغه څوک مراد دی چه عمل دخیرپه نیت د آخرت سره کوی -
[۱۴۶] په دی کښی تنبیه ده چه قتال دډیرانبیاء علیهم السلام سنت دی سره دصالحینو ملگرو دهغوی نه اوپه هغوی کښی دادری صفات صلبیه وؤ - وهن او ضعف او استکانت نه ځان ساتل اوداتعریف دصبردی - نوپه دی کښی تعلیم دی مجاهدینو ته ددی دری اخلاق حسنه سلبیه (وهن) پریخودل دجهاد دوجی دتکالیفو او (ضعف) کمزوری دقوت او سستی کول او ( استکانت) دشمن ته تابع کیدل دپاره دآسانتیا -
[۱۴۷] په دی کښی تعلیم دبل حسن خلق دی چه دعاده په وخت دجهادکښی (قَوْلَهُمْ) په معنیٰ ددعا ددی اوپه دی حصرکښی اشاره ده چه دعا په هغه الفاظو اوکیفیت سره ضروری ده کوم چه منقول دی په شرع کښی دهغی نه تعدی کول بدعت دی (وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا) اشاره ده مخالفت دامردرسول ته لکه چه په احد کښی دبعضی صحابونه داسی صدور شوی وؤ -