وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۴۱﴾ أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ ﴿۱۴۲﴾ وَلَقَدْ كُنْتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ ﴿۱۴۳﴾ وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۴۴﴾
اودی دپاره چه پاک کړی اللّه تعالٰی ایمان والا اوختم کړی کافران ﴿۱۴۱﴾
آیا گمان کوئ تاسو چه داخل به شئ جنت ته اوتراوسه پوری نه دی ښکاره کړی اللّه تعالٰی مجاهدین ستاسونه او نه دی ښکاره کړی صبرناکولره ﴿۱۴۲﴾
اویقیناً ارمان کؤو تاسو دشهادت مخکښی دمخامخ کیدلو دهغی نه پس یقیناً اولیدو تاسو هغه او تاسوکتل ﴿۱۴۳﴾
اونه دی محمد ﷺ مگررسول دی یقیناً تیرشوی دی مخکښی دهغی نه رسولان آیاپس که دی مړشو یا اووژلی شو اوړی به تاسو په پوندو خپلو باندی اوڅوک چه واوړیدلو په پوندو خپلوباندی پس هیچ چیری ضررنشی ورکولی اللّه تعالٰی ته هیڅ څیز اوزر دی چه بدله به ورکړی اللّه تعالٰی ثابت قدمو ته ﴿۱۴۴﴾
[۱۴۱] په دی آیت کښی نورحکمتونه ذکر کوی (لِيُمَحِّصَ) تمحیص پاکول دخیری نه اوخالص کول دهغوئ -
[۱۴۲] په دی کښی بل حکمت ذکر کوی (أَمْ حَسِبْتُمْ) مرادد دخول جنت نه دخول اوّلی دی یعنی ستاسو گمان وؤ چه بغیردجهاد او صبرنه دخول اوّلی دجنت حاصلیدلی شی داگمان غلط دی -
[۱۴۳] په دی کښی ذکر دبل حکمت دی یعنی تاسو مرگ دشهادت دبدردغزوه نه روستوغوښتلی وؤنو اللّه تعالٰی تاسو له په احد کښی داتمناپوره کړه ( تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ) موت نه مراد شهادت دی ځکه تمنادصرف مرگ په حدیث صحیح کښی منع کړی شوی ده اوتمنیٰ دشهادت کښی اجر دی -
[۱۴۴] په دی آیت کښی تنبیه ده مؤمنانوته چه دامیرپه اعتماد باندی کارمه کوئ بلکه توکل په اللّه تعالٰی باندی کوئ ځکه امیراگرچه نبی وی هغه باندی مرگ راځی اوپه اللّه تعالٰی باندی هیچ چیری مرگ اوفنا نه راځی - اوپه دی آیت کښی تعلیم دبل ښائسته خوی دی دپاره ددفع دهزیمت - اوداآیت ابوبکررضی اللّه عنه د نبی ﷺ دمرگ داثبات دپاره لوستلی وؤ (حدیث بخاری) (وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ) داقصر اضافی دی یعنی محمد ﷺ خدای نه دی چه دمرگ نه بچ وی بلکه لوی صفت ئی رسالت دی اورسالت منافی نه دی دمرگ سره (قَدْ خَلَتْ) مراد ددی نه تیریدل دوخت دهغوی دی که څوک وفات شوی وی لکه اکثرپیغمبران یازمانه ئی تیره شوی وی اومړنه وی لکه عیسیٰ علیه السلام چه په احادیث متواتره سره دهغه ژوند ترقریب قیامت پوری ثابت دی (الشَّاكِرِينَ) دلته مراد ددی نه هغه څوک دی چه په وقت دوفات د نبی ﷺ کښی ثابت قدم وؤ لکه ابوبکررضی اللّه عنه -