قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۳۷﴾ هَذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۱۳۸﴾ وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۳۹﴾ إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿۱۴۰﴾
یقیناً تیرشوی دی ستاسونه مخکښی واقعات پس اوگرځئ په ځمکه کښی پس اوگورئ (په عبرت سره) څنگه ؤو انجام ددروغژن کؤونکو ﴿۱۳۷﴾
دا (قرآن) وضاحت دی دپاره دخلقو اولارخودونکی دی (په دلیلونوسره) اونصیحت دی دپاره دفائدی دمتقیانو ﴿۱۳۸﴾
او سستی مه کوئ (دجهادنه) اومه بی حوصلی کیږئ (په تکالیفو) اوتاسواوچت (شان والائی) که ئی تاسو پوره ایمان والا ﴿۱۳۹﴾
که رسیدلی دی تاسوته زخم (نوصبرکوئ) پس یقیناً رسیدلی دی قوم کافرانوته زخم ددی په شان اودا ورځی مونږاړؤو را اړؤو داپه میځ دخلقو کښی (دپاره دحکمتونو) او ددی دپاره چه ښکاره کړی اللّه تعالٰی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی اوجوړکړی ستاستونه شهیدان او اللّه نه خوښوی ظالمان ﴿۱۴۰﴾
[۱۳۷] دادنیوی عذاب ویره ده اوحال دمکذبینودی روستو دحال دمتقیونه (سُنَنٌ) جمع دسنة ده طریقه دِ ښه وی اوکه بده وی دلته مراد دسنن نه امتونه دی یاواقعات دعذابونو دمنکرینودی -
[۱۳۸] داترغیب دی قرآن پاک ته یعنی ځمکه کښی که سیردعبرت دپاره نشئ کولی نوقرآن نه خونصیحت واخلئ - اودهغی دری اوصاف ذکر دی اول بیان او وضاحت داحکام الٰهیه که اوامردی اوکه نواهی دی (وَهُدًى) اشاره ده دلیلونو داحکاموته (وَمَوْعِظَةٌ) مراد ددی نه ترغیبات تخویفات اوبشارتونه وغیره دی -
[۱۳۹] روستودذکردصدق دقرآن نه دهغی داشاعت دپاره تیزی ذکرکوی (وَلَا تَهِنُوا) وهن سستی کول دی په سبب دیری کولو دمرگ اود محبت ددنیا نه (وَلَا تَحْزَنُوا) حزن افسوسونه کول په فوت شوی مال اواولاد او ملگروپسی اوحزن خو غیراختیاری دی لیکن مراد دحزن نه اظهاردحزن دی په داسی طریقی سره چه مقصد پاتی شی (وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ) داعام دی کله غلبه ددنیا اوکله غلبه په حجت او دلیل اوکله اوچت والی دمرتبی په نزد داللّه تعالٰی ته (إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) داشرط دمخکی ولاتهنوانه ترالاعلون، پوری متعلق دی - په دی آیت کښی دوه اخلاق په نهی سره ذکر کړل -
[۱۴۰] ددی آیت نه تر (۱۴۳) پوری اسباب او حکمتونه دهزیمت احد ذکرکیږی دپاره دتسلئ دمؤمنانو اودپاره دجواب داعتراض دمنافقانو، اعتراض داوؤ که صحابه په حقه وی نوولی ئی شکست په احد کښی اوموندلو په دی آیت کښی شپږ وجی دهغی ذکر کړی دی (فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ) مراددقوم نه مشرکین مکه دی چه په بدرکښی هغوی ته زخمونه رسیدلی وؤ (مِثْلُهُ) دلته مثلیت صرف په وژلو او زخمی کیدلوکښی دی اوپه (۱۶۵) کښی مثلیها دعدد په اعتبارسره وئیلی دی (وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا) یعنی کله ورځ دتکلیف او غم وی نوکله ورځ دخوشحالئ وی نوکله غلبه وی اوکله هزیمت وی (وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ) ددی نه مخکښی معطوف علیه پټ دی (دپاره دډیروحکمتونو) علم نه مراد علم داظهار او تمیز دی - (شُهَدَاءَ) شهیدان جوړل مراد دی -