الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۳۴﴾ وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۳۵﴾ أُولَئِكَ جَزَاؤُهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ﴿۱۳۶﴾
هغه کسان چه خرچ کوی (برابردحکم داللّه تعالٰی) په خوشحالئ کښی او په تکلیف کښی اوتیرؤونکی دغصی دی اومعافی کؤونکی دی دخلقونه او اللّه تعالٰی مینه کوی داحسان کؤونکوسره ﴿۱۳۴﴾
اودوی هغه کسان دی چه کله اوکړی ښکاره گناه اویا ظلم اوکړی په ځان باندی یادکړی اللّه تعالٰی پس بخنه اوغواړی دپاره دگناهونو خپلو اوڅوک دی، چه اوبخی ټول گناهونه سیوا د اللّه تعالٰی نه اونه کلک کیږی په هغه گناه چه اوکړی اودوی پوهیږی ﴿۱۳۵﴾
دغه کسان بدله ددوی بخنه ده دطرف درب ددوی نه اوباغونه دی چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوئ په هغی کښی اوښه دی ثواب دداسی عمل کؤونکو ﴿۱۳۶﴾
[۱۳۴] داد متقیانو اول قسم دی اواعلٰی دی اواشاره ده چه ددی صفاتو په حصول سره دهزیمت نه نجات حاصلیږی - داول صفت مطلب بل چاته فائده ورکول دی اودوهم صفت مطلب خلق دشرنه محفوظ ساتل دی اوپه هغی کښی مرتبی په ترتیب سره دی، (۱) غصه تیرول (۲) معافی کول (۳) احسان کول - اوپه دی آیت کښی دری اخلاق ذکرشوی دی دپاره دبچ کیدلو دهزیمت نه (السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ) مراد ددی نه حال دوسعت درزق اوحال دفقیرئ د ی اوپه دواړو حالاتو کښی داستطاعت مناسب خرچ کول مراد دی اوخرچ په طریقه شرعی سره ضروری دی دا مطلب نه دی چه په خوشحالئ کی اسراف کوی اوپه غمونو کښی بدعات کوی داخوتحریف دی -
[۱۳۵] دادوهم قسم متقیان دی اوادنیٰ قسم دی (يُصِرُّوا) اصرارپه گناه باندی کلک کیدلو ته وائی چه توبه نه اوباسی بلکه ثواب ئي گنړی اوهغی ته بدعت وائي اوپه دی آیت کښی دوه اخلاق ذکر شوی دی - (فَاحِشَةً) هغه گناه چه عقل او عرف کښی هم گناه گنړلی کیږی سره دشرع نه (أَوْ ظَلَمُوا) عام گناهونه صغیره او کبیره مراد دی - یافاحشه گناهونه په حقوق العباد کښی مراد دی او ظلموا گناهونه په حقوق اللّه کښی مراد دی (وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ) په دی کښی رددی په عقیده دنصاریٰ باندی چه هغوی مغفرت په اختیار عیسیٰ علیه السلام اودهغه نائبانوپه لاس کښی گنړی -
[۱۳۶] دابشارت دآخرت دی دواړه قسمونوته (الْعَامِلِينَ) هغه عملونه مراد دی چه دمتقیانوپه صفتونوکښی ذکرشوی دی ، واومراد دعمل نه مشقت کول دصالح عمل دی -