وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۲۹﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۳۰﴾ وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿۱۳۱﴾ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۱۳۲﴾ وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۱۳۳﴾
اوخاص د اللّه تعالٰی په اختیارکی دی هغه څه چه په آسمانانو کښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی بخنه کوی چاته چه اوغواړی او عذاب ورکوی چاته اوغواړی - او اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۱۲۹﴾
ای ایمان والو: مه خوری سود دو چند او اویریږی د اللّه تعالٰی نه ددی دپاره چه کامیاب شئ ﴿۱۳۰﴾
اوځان بچ کړئ (دحرام نه دبچ کیدلوسره) دهغه اورنه چه تیارکړی شوی دی دپاره دکافرانو ﴿۱۳۱﴾
اوتابع دارئ کوئ د اللّه تعالٰی اود رسول ددی دپاره چه په تاسورحم اوکړی شی ﴿۱۳۲﴾
اوجلتئ کوئ بخنی ته دطرفه درب ستاسونه اوجنت ته چه فراخی دهغی آسمانونه از ځمکه ده تیاړکړی شوی دی دپاره دبچ کیدونکو دشرک نه ﴿۱۳۳﴾
[۱۲۹] په دی کښی مسئله دتوحید ده چه واکدار اختیارمند صرف اللّه اوگنړئ - اوداعلت دپاره دمخکی دری آیاتونو دی چه امداد اوتذلیل هرڅه د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی چاله توفیق دایمان ورکړی نومغفرت ورته اوکړی اوچاله توفیق نه ورکوی نو عذاب ورکوی -
[۱۳۰] ددی ځای نه څلورمه حصه ده تیرشوی آیاتونو کښی د اللّه تعالٰی د مدد اصول اوبیا مثالونه بیان شول - اوس دهغه کارونونه منع فرمائی چه په هغی سره امداد الٰهی بندیږی ، اوتقریباً اوولس اخلاق ذکرکوی ، دپاره د رعیت اوامرنواهی اواخباراودری صفات د نبی ﷺ ذکرکوی چه هغه صفات د امیر دی ، اوداحد دشکست دپاره اسباب او حکمتونه ذکرکوی اومنافقاتو ته زورنی ورکوی - په دی حصه کښی دری بابونه دی ، دااول باب دی تر (۱۸۰) پوری - ددی آیت نه مراد دادی چه په سود سره مدد د اللّه تعالٰی بندیږی - په دی آیت کښی دوه اخلاق ذکر شوی دی - منع دربوانه ، اوامر دتقویٰ (أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً) داقد احترازی نه دی ځکه چه سود مفرد اومرکب دواړه حرام دی لیکن داقید عادتی دی چه دربوا اخیستونکی په یوچند باندی اکتفاء نه کوی -
[۱۳۱] په دی کښی ویره اخروی ده ، اواشاره ده چه ربوٰادعاداتودکافرانو نه ده (وَاتَّقُوا النَّارَ) مراد دتقویٰ نه ویره کول او ځان بچ کول دی - په اوله معنیٰ دالنارنه مراد اوردجهنم دی اوپه دوهمه معنیٰ سره النارنه مراد اسباب دنار دی -
[۱۳۲] دی آیت کښی دریم خُلق ذکر دی دپاره دبچ کیدلو دهزیمت نه (تُرْحَمُونَ) رحمت د اللّه تعالٰی په دنیا اوآخرت کښی حاصلیږی په اطاعت اللّه و الرسول سره -
[۱۳۳] دامغفرت او جنت په ایمان اوپه جهاد اوانفاق فی سبیل اللّه سره حاصلیږی اووسعت دجنت په طریقه دمثال سره دی چه دانسانانوپه نظرکښی دآسمانونو اودځمکی نه زیات وسعت نورنیشته (إِلَى مَغْفِرَةٍ) مراد ددی نه اسباب دمغفرت دی چه هغه اوامر اونواهی دی چه په دی حصه کښی ذکرکیږی (عَرْضُهَا) عرض په معنیٰ دنفس وسعت دی یاپه معنیٰ دپلن والی سره دی هرکله چه دپلن والی حال دادی نوداوگدوالی خوهیڅ اندازه نه معلومیږی او داسی آیت په سوره حدید (۲۱) کښی هم شته -