بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ ﴿۱۲۵﴾ وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُمْ بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱۲۶﴾ لِيَقْطَعَ طَرَفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنْقَلِبُوا خَائِبِينَ ﴿۱۲۷﴾ لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ﴿۱۲۸﴾
بلکه که صبراوکړو تاسو او اویریدئ د اللّه تعالٰی نه اوراشئ دوی تاسوته په جوش خپل دغه دی نزدی امداد به اوکړی تاسوسره رب ستاسو په پنځه زره دملائکو نه نخی به ئی لگولی وی دجنگ ﴿۱۲۵﴾
اونه دی گرځولی اللّه تعالٰی دا (رالیږل د ملائکو) مگرزیری تاسولره اوددی دپاره چه کلک شئ زړونه ستاسو په دی سره اونه ده غلبه مگر د طرف د اللّه تعالٰی نه ده چه زورآور دی حکمتونووالادی ﴿۱۲۶﴾
دی دپاره چه پریکړی ټکړه دکافرانو یاذلیل کړی دوی لره پس واپس به اوگرځی ناامیده ﴿۱۲۷﴾
نیشته تالره داختیار نه څه شی تردی پوری چه مهربانی اوکړی اللّه تعالٰی په دوی باندی (توفیق دایمان) یابه عذاب ورکړی دوی لره پس یقیناً دوی ظالمان دی ﴿۱۲۸﴾
[۱۲۵] په دی آیت کښی اشاره ده چه دصبراوتقویٰ په دوام سره امداد الٰهی کښی ترقی کیږی (وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ) فورپه معنیٰ دژر او تادئی یاپه معنیٰ دغضب اوغصی سره دی اومراد ترینه ډیرقوت ښکاره کول دی - بیا ددی ملائکو په راتللو کښی دری اقوال دی اول دا چه دری زره اوپنځه زره نه دی رالیږلی شوی ځکه چه ضرورت نه وؤ دوهم داچه نازل شوی دی دریم داچه دری زره نازل شوی وؤ دپاره دتثبت او تسلئ د مؤمنانو اوپنځه زره ته هیڅ ضرورت نه وؤ راغلی نوهغه نه دی نازل کړی شوی -
[۱۲۶] داجواب دسوال دی ، سوال داوؤ چه امداد اوغلبه شاید چه ملائکو کړی ده نوامداد دغیراللّه نه غوښتل جائز دی؟ یاداچه اللّه تعالٰی په امداد کولوکښی ملائکوته محتاج دی؟ جواب اوشو چه داظاهری اسباب صرف دظاهری اوباطنی خوشحالی دپاره دی ، اوغلبه ورکول صرف د اللّه تعالٰی دطرف نه ده ، دی آیت کښی (النَّصْرُ) معنیٰ غلبه ده اوداخاص ده په اللّه تعالٰی پوری اوکوموآیاتونو کښی چه دانسانانونصرت دیوبل سره ذکر دی نومراد د هغی صرف ملگرتیا کول دی (بُشْرَى) هغه خوشحالی چه په ظاهربدن باندی دهغی اثرمعلومیږی اواطمینان صرف خوشحالی دزړه ده -
[۱۲۷] (لِيَقْطَعَ) دامتعلق دی دنصرکم سره ، ټکړه پریکولو نه مراد هلاکول دیو ډلی دی (أَوْ يَكْبِتَهُمْ) نه مراد شکست ورکول دی ذلیل کول دی اولفظ اَوْ دلته دتقسیم دپاره دی یعنی اویا کسان ئی اووژل اوباقی ئی ذلیل شوی واپس اوگرځول -
[۱۲۸] داجواب دی دبل سوال هغه دادی چه شاید داغلبه د پیغمبرﷺ په ا ختیارکښی ده ، جواب اوشو او مفسرینو لیکلی دی چه نبی ﷺ دبعضی کافرانونومونه اخیستل اوبددعائی اوکړله نوپه دی (لیس لک من الامرشیء) سره ئی منع کړو لیکن ددی واقعی نه روستو بیاهم نبی ﷺ قنوت نازله لوستلی دی نومطلقاً منسوخ نه دی - لیس لک: دلالت کوی چه نبی ﷺ له اختیارکلی نه دی ورکړی شوی -