وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۲۱﴾ إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۲۲﴾ وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۲۳﴾ إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَنْ يَكْفِيَكُمْ أَنْ يُمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلَاثَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُنْزَلِينَ ﴿۱۲۴﴾
اوکوم وخت چه سحروخت اووتلی ته دکوروالو نه خودل دِ مؤمنانوته مورچی دپاره دجنگ کولو او اللّه تعالٰی هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی ﴿۱۲۱﴾
کوم وخت چه قصد اوکړو دوه ډلوستاسونه چه کمزوری اوکړی او اللّه تعالٰی همت ورکؤونکی ددوی دی اوپه اللّه تعالٰی پس ځان دِ اوسپاری ایمان والا ﴿۱۲۲﴾
اویقناً امداد کړی دی تاسو سره اللّه تعالٰی په بدرکښی اوتاسولږوئ پس اویریږئ د اللّه تعالٰی نه ددی پاره چه شکراوکړئ ﴿۱۲۳﴾
کوم وخت چه اوویل تاایمان والوته آیا پوره نه ده تاسولره چه امداد به اوکړی تاسوسره رب ستاسو په دری زره ملائکو سره راکوزکړی شوی ﴿۱۲۴﴾
[۱۲۱] دی آیت کښی واقعی داحد ته اشاره ده مخکښی سره یوربط دادی چه په دی واقعه کښی ستاسوپه صبرکښی نقصان راغلی وؤځکه تکلیف دراورسید وبل داچه دمخکښی اصولونه په بعضو کښی کوتاهی شوی ده ځکه هزیمت اوشو (مِنْ أَهْلِكَ) بعضی روایاتو کښی راغلی دی چه نبی ﷺ دماسپخین لمانځه نه روستو احد ته روان شو نوتطبیق دادی چه مخکښی دماسپخین نه دکوردعایشه رضی اللّه عنها نه راوتلو او روستو دلمونځ بیا روان شو دلښکردجنگ جرنیلی ئی کوله -
[۱۲۲] بنوحارثه او بنوسلمه (په انصاروکښی) ډلی دی د اُحد نه په لارکښی دواپس کیدلو اراده ئی اوکړه لیکن بیا کلک شو د اللّه تعالٰی په امداد باطنی سره - په دی کښی اشاره چه نبی ﷺ خپله ډیوټی پوره کړی وه لیکن نقصان دملگرو نه شویدی - همت صرف ارادی ته وئیلی شی چه بغیردقصد نه وی اوداگناه نه دی - (وَلِيُّهُمَا) یوصحابی ددغی قبیلو نه وئیلی دی چه مونږددی په نزول باندی خفه نه یو ځکه دالفظ د (وَلِيُّهُمَا) ډیر دعظمت لفظ دی -
[۱۲۳] ددی ربط دادی چه داجواب دیو وهم دی چه اللّه تعالٰی په احد کښی مؤمنانوته فتح ورنکړه معلومه شوه چه ددوی دین اللّه تعالٰی ته خوښ نه وؤ جواب اوشو چه ددین وجی اللّه تعالٰی دوی سره په بدرکښی نصرت کړی وؤ - دی آیت کښی دوهمه واقعه ذکرکوی چه غزوه دبدر ده چه په دی کښی صحابه رضی اللّه عنهم په اصولو مخکنوباندی کلک وؤ اوپه صبراوتقویٰ باندی پاخه وؤ نوکامیاب شول په امداد د اللّه تعالٰی سره - واقعه دبدر دواقعی داحد نه یوکال وړاندی شوی وه هغه په میاشت درمضان کښی وه اواحد په میاشت د شوال کښی وو اودبدر تفصیلی ذکر په سوره انفال کی دی (وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ) مراد دا چه لږوئ په شمارکښی دری سوه دیارلس کسان دارنگ وسله او سورلئ هم درسره لږی وی (فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) یعنی عادت دشکرپه تقویٰ سره حاصلیږی -
[۱۲۴] دامداد دپاره یوزر ملائک نازل شوی وؤ لکه سوره انفال (۹) کښی دی ، بیاکافرانو دباوونه کول چه مونږله نوری لښکری را روانی دی ، نو اللّه تعالٰی مؤمنانوته دنورامداد تسلی ورکړه - اول په دری زره ملائکوسره -