لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ ﴿۱۱۱﴾ ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ ﴿۱۱۲﴾ لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ ﴿۱۱۳﴾ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۱۴﴾
هیچ چیری ضرر نشی درکولی دوی تاسوته مگربده ویناکول اوکه جنگ کوی تاسوسره اوبه گرځوی تاسوته شاگانی بیابه دوی سره امداد نشی کیږی ﴿۱۱۱﴾
ټاپه شوی دی په دوی باندی ذلت (دظاهر) هرځای چه دوی اوموندلی شی مگرچه منگولی اولږوی په رسئ د اللّه اوپه رسئ د مومنانو اواخته شوی دی په غضب د اللّه تعالٰی او ټاپه شوی ده په دوی باندی خواری (دزړه) داپه سبب ددی چه دوی کفرکؤو په آیاتونو د اللّه تعالٰی اووژل ئی پیغمبران بغیردجرم شرعی نه داپه سبب ددی چه دوی نافرمانی کوله اودحد نه ئی تیریدل کول ﴿۱۱۲﴾
نه دی دوی یوشان بعضی دکتاب والونه یوه ډله ده ولاړ (مضبوط په دین) لولی آیاتونه د اللّه تعالٰی په وختونودشپی کښی اودوی سجدی کوی ﴿۱۱۳﴾
ایمان لری په اللّه تعالٰی او په ورخ روستنئ اوحکم کوی په نیکئ سره اومنع کوی دبدی نه اوجلتی کوی په نیکوکارونی کښی دغه د کسان نیکانود ډلی دی ﴿۱۱۴﴾
[۱۱۱] دی کښی دوه قباحتونه ذکر دی (أَذًى) دژبی بد رد وینا ته ویلی شی بهتانونه، طعنونه او کنځلی په دی کښی داخل دی په دی آیت کښی چه څومره پیشینگوئی دی نوهغه ټولی رشتینی شویدی -
[۱۱۲] (بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ) کتاب اللّه او سنت د رسول اللّٰه ﷺ دی چه دهغی په منلوسره دذلت نه بچ کیږی بعضو تفسیر د حَبْلٍ مِنَ النَّاسِ - په جزیه سره کړی دی لیکن جزیه هم ذلت دی هان که دذلت نه مراد صرف خوف دقتل وی نوهغه په جزیه سره زائل کیږی ذلت دباطن صفت دی او مسکنة دظاهر وصف دی اوپه دی آیت کښی دری نور قبائح ذکردی -
[۱۱۳] ددی ځای نه دوهم قسم اهل علم ذکرکوی دهغوی هم لس صفات دی (لَيْسُوا سَوَاءً) یعنی په تیرشوی قبائحوکښی ټول برابرنه دی بلکه ښه صفاتووالا هم په دوی کی شته دی (قَائِمَةٌ) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ مستقیمة (په دین باندی کلک اولاړ) دوهم معنیٰ په ولاړی باندی لمونځ ادا کؤونکی - (آنَاءَ اللَّيْلِ) دورځی هم لمونځ کوی لیکن لمونځ دشپی (تهجد) ډیرفضیلت لری -
[۱۱۴] (يُسَارِعُونَ) مسارعت دی ته وائی چه اهم شی مخکښی کوی په غیراهم باندی اعجلت ددی په عکس دی ، ددی وجی نه مسارعت ښه صفت دی - اوعجلت شیطانی صفت دی او (أُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ) یعنی دینکانودډلی سره تعلق ساتی دبدئ دمجلسونونه بچ کیږی (يُؤْمِنُونَ) دلته ایمان نه مراد کامل ایمان دی اوکمال دایمان په دعوت سره حاصلیږی -