يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۱۰۶﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ ابْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِي رَحْمَةِ اللَّهِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۰۷﴾ تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۸﴾ وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ ﴿۱۰۹﴾ كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۱۱۰﴾
په هغه ورځ چه سپین به شی بعضی مخونه اوتوربه شی بعضی مخونه پس هغه کسان چه توربه شی مخونه ددوی (اوبه ویلی شی) ایاکفرکړی دی تاسو پس دایمان ستاسونه پس اوڅکئ عذاب په سبب دهغی چه تاسو کفرکؤو ﴿۱۰۶﴾
اوهغه کسان چه سپین شی مخونه د هغوی پس دوی به په رحمت د اللّه تعالٰی کښی وی دوی به په هغی کښی همیشه وی ﴿۱۰۷﴾
دا آیاتونه د اللّه تعالٰی دی مونږلولوپه تاباندی دپاره دحق ښکاره کولو او اللّه اراده نه کوی دظلم کولو په خلقوباندی ﴿۱۰۸﴾
اوخاص د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی هغه څه چه په آسمانانوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اوخاص اللّه تعالٰی ته ورگرځولی شی ټول کارونه ﴿۱۰۹﴾
ئی تاسوغوره امت چه راویستی شوی ئی دپاره دنفع دخلقو حکم به کوئ تاسوپه نیکئ سره اومنع کوئ دبدئ نه اوایمان به لرئ په اللّه تعالٰی اوکه ایمان راوړو کتابیانوضرورغوره به وی ددوی دپاره ، بعضی ددوی نه ایمان والادی او ډیرددوی نه نافرمان دی ﴿۱۱۰﴾
[۱۰۶] مفسرینو رحمة اللّٰه علیه روایت کړی دی دابن عباس رضی اللّه عنهما چه سپین به شی مخونه دسنت دتابعدارو اوتوربه شی مخونه دبدعتیانو ، اوتخویف دی - اوداپه شان دسورة عبس (۴۰،۳۸) دی - (أَكَفَرْتُمْ) ددی نه مخکی (اوبه وئيلی شی دوی ته) پټ دی کفرحقیقی روستو دایمان نه په مرتدینو کښی دی اوداحال دیهودوپه (۸۶) کښی ذکرشو اوکفرحکمی په مبتدعینو اونورو مفسدینو کښی شته نودواړو قسمونو ته شامل دی -
[۱۰۷] رحمت د اللّه تعالٰی جنت دی اودازیری اخروی دی -
[۱۰۸] دی آیت کښی بیان دصدق درسول دی چه ددفع داختلاف دپاره اللّه تعالٰی رسول رالیږلی دی - (ظُلْمًا) ظلم کول د اللّه تعالٰی په بل چاباندی په دی نفی سره مراد دی دامعنیٰ نه ده چه بندگان چه ظلم کوی نوددی اراده اللّه تعالٰی نه ده کړی داخودمعتزلو مذهب دی -
[۱۰۹] پس دصدق درسول نه بیان دتوحید دی چه واکدار صرف اللّه تعالٰی دی اورد شرک فی التصرف دی -
[۱۱۰] داترغیب دی دعوت ته متعلق د (۱۰۴) سره ، غوره والی ددی امت په سبب ددعوت سره دی - (أُخْرِجَتْ) کښی اشاره ده دی خبری ته چه دعوت کؤونکی ښکاره وی خلقو کښی مشهوروی بله اشاره دی ته ده چه دعوت دپاره وتل په کار دی (وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ) ددعوت روستو دایمان مطلب دادی چه یقین کوئ په مدد د اللّه تعالٰی بل داچه ددعوت سره کمال دایمان لری -
فائده: ددی آیت نه داهل علمو دوه قسمه ذکرکړی دی اودهریو لس لس صفات اوحالات بیان شول - په دی آیت کښی یویوصفت ذکر شوی دی -