لَنْ تَنَالُوا ۱۳۲ آلِِ عِمٌران

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰۳﴾ وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۰۴﴾ وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰۵﴾

اوکلک شئ په رسئ د اللّه تعالٰی پوری ټول اومه جداکيږئ (ددی رسئ نه) اویاد کړئ‌ احسان د اللّه تعالٰی په تاسو باندی کله چه تاسو دشمنان وئ پس جوړخ ئی واچؤو په مینځ دزړونو ستاسو کښی پس شولئ تاسو په نعمت د اللّه تعالٰی سره رونړه اووئی تاسوپه غاړه دکندی داورپس بچ ئی کړئ تاسو داورنه دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته احکام خپل ددی دپاره چه لار اومومئ ﴿۱۰۳﴾
او وی دی ستاسو نه یوه ډله چه بلنه کوی خیرطرف ته اوحکم کوی په نیکئ سره اومنع کوی دبدئ نه ، اودغه کسان خاص دوی کامیاب دی ﴿۱۰۴﴾
اومه کیږئ په شان دهغه چاچه جداشول اواختلاف ئی کړی دی روستو دهغی نه چه راغلل دوی ته ښکاره حکمونه اودغه کسان دوی لره عذاب لوی دی ﴿۱۰۵﴾

[۱۰۳] دادوهم اصل دی اومقصد ددی اصلاح دارکانو دجماعت ده دپاره ددی چه اختلاف او تنازع پیدا نشی اوهغه داچه ټول په قرآن پاک او سنت د رسول اللّٰه ﷺ باندی کلک شئ‌ اوخپلی فیصلی په دی دواړو باندی کوئ په هغی کښی دوه فائدی دی (۱) دشمنی په دوستانه بدله شی (۲) دجهنم نه به خلاص شئ دغسی حال دصحابه کرامو رضی اللّه عنهم (انصارو) وؤ -
[۱۰۴] دا دریم اصل دی اومقصد په دی کښی اصلاح داجانبو اونشر اواشاعت ددین حقه دی اوهغه دا چه یو جماعت دداسی وی چه دعوت خیرکوی اودافرض کفائی دی (الْخَيْرِ) وئیلی کیږی قرآن پاک اوسنت ته (بِالْمَعْرُوفِ) هرهغه شی دی چه دقرآن پاک اوسنت سره موافق وی اول په هغی کښی توحید دی بیا سنت دی (الْمُنْكَرِ ) هرهغه شی دی چه دقرآن او سنت نه مخالف وی په هغی کښی اول شرک دی اوبیا بدعت او فسق دی (يَأْمُرُونَ) داتفسیردیدعون دی دادلیل دی چه دعوت کامله یواځی په رد دمنکرسره کیږی بلکه دواړه یوځای کول په کار دی -
[۱۰۵] په دی آیت کښی اشاره ده چه چا دعوت الی الخیر پریخودلو نوپه هغی قوم کښی تفرقه اوفساد پیداکیږی او سبب دلوی عذاب دی (كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا) اول تفرق دعقیدو او د آراؤ پیدایش اوهغه سبب شی دپاره داختلاف دعملونو اودجگړو او ددی مصداق یهود اونصاریٰ وؤ اوقرطبی وئيلی دی چه دبدعتیانو ټولو ډلوته دا آیت شامل دی -