قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنْتُمْ شُهَدَاءُ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۹۹﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ ﴿۱۰۰﴾ وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَنْ يَعْتَصِمْ بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۱۰۲﴾
اوایه ای کتاب والو: ولی منع کوئ دلاری د اللّه تعالٰی نه هغه څوک چه ایمان راوړی چه لټوئ په هغه کښی کږلیچ ، اوتاسوخبرئی (په حقانیت د دی) اونه دی اللّه تعالٰی غافل دهغه عملونونه چه تاسو کوئ ﴿۹۹﴾
ای ایمان والو که تابعداری اوکړئ دیوډلی دهغه کسانو چه ورکړی شوی دی ورته کتاب ، اوبه گرځوی تاسو پس دایمان ستاسو نه کافران ﴿۱۰۰﴾
اوڅنگه کفرکوئ تاسو اولوستلی کیږی په تاسوباندی آیاتونه د اللّه تعالٰی اوپه تاسو کښی رسول د اللّه تعالٰی دی اوچاچه منگولی اولگولی په دین د اللّه تعالٰی پوری پس یقیناً اورسولی شو نیغی لاری ته ﴿۱۰۱﴾
ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه لائقه یره دهغه اومه مرئ په داسی حال چه تاسو منونکی دتوحید ئی ﴿۱۰۲﴾
[۹۹] دابل زجردی په گمراه کولو دخلقو باندی روستو دذکر دگمراهئ دهغوی نه (عِوَجًا) نه مراد شکونه اواعتراضونه کول دی - عوج، په زور دعین سره استعمالیږی په اجسامو کښی اوپه زیردعین سره استعمالیږی په امورمعنویه کښی -
[۱۰۰] په دی منع دتابعدارئ دکتابیانو ده پس دبیان دقبائحو ددوی نه یعنی ددوی اطاعت کول سبب د مرتدکیدلو دی -
[۱۰۱] دابله وجه ده منع داتباع دهغوی نه مطلب دادی چه قرآن پاک او سنت د رسول اللّٰه ﷺ شته نودکفرکولو دپاره هیڅ وجه اوعذر نیشته - رسول اللّٰه ﷺ اگرچه وفات شوی دی نوذات دهغه اوس مونږسره حاضر نه دی لیکن صفت د درسالت دهغه موجود دی چه هغه دین او سنت دهغه دی (بِاللَّهِ) مراد داعتصام نه توکل دی یاعمل کول او دباللّه نه کتاب د اللّه اوسنت د رسول اللّٰه ﷺ مراد دی -
[۱۰۲] ددی آیت نه دریمه حصه دسورة ده تر (۱۲) پوری په دی کښی دمسلمانانو دتنظیم دپاره اوددین داشاعت دپاره اودجهادپاره پنځه اصول ذکر کوی اوبیا دوه مثاله دی - ددی آیت مقصد دادی چه په عقیده دتوحید باندی ترمرگه پوری کلک اوسئ دا اول اصل دی اودیته اصلاح نفس وئیلی کیږی (حَقَّ تُقَاتِهِ) لائقه ویره توحید ته وائی ځکه مشرک هم د اللّه تعالٰی نه ویریږی لیکن دغسی دغیراللّه نه هم ویره کوی نولائقه ویره نه شوه - اودهغه دویری دوجی نه دهرگناه نه ځان ساتل حتی الاستطاعت یعنی مؤحدینو له په کاردی چه دتوحید سره په کامله تقویٰ باندی پابند شی (وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) یعنی ترمرگه پوری په اسلام باندی کلک اوسئ -