لَنْ تَنَالُوا ۱۳۰ آلِِ عِمٌران

قُلْ صَدَقَ اللَّهُ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۹۵﴾ إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ ﴿۹۶﴾ فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿۹۷﴾ قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا تَعْمَلُونَ ﴿۹۸﴾

اوایه رشتیا وئیلی دی اللّه تعالٰی پس تابعداری اوکړئ‌ددین دابراهیم علیه السلام چه کلک مؤحد ؤو اونه ؤو د مشرکانونه ﴿۹۵﴾
یقیناً‌ اول کور چه مقرر کړی شوی دی خلقو دپاره ضرور هغه دی چه په مکه معظمه کښی دی دبرکت نه ډک دی اوهدایت دی دپاره دخلقو ﴿۹۶﴾
په دی کښی نښی دی ښکاره (دقدرت د اللّه تعالٰی) یودهغی نه ځای دابراهیم علیه السلام دی اوڅوک چه داخل شو دی ته وی به امن والا او دی اللّه تعالٰی دپاره په خلقو باندی حج دبیت اللّه (فرض دی) په هغه چاچه طاقت لری هغی ته دلاری اوچاچه کفراوکړو (په انکاردحج سره) پس یقیناً‌ اللّه تعالٰی غنی دی دټولو خلقو نه ﴿۹۷﴾
اوایه ای کتاب والو: ولی کفرکوئ په آیاتونو د اللّه تعالٰی اواللّه تعالٰی خبردی په عملونو چه تاسوکوئ ﴿۹۸﴾

[۹۵] دی آیت کښی بل رد دی په یهودیانو اعتراض کؤونکو باندی چه په دین دابراهیم علیه السلام کښی شرک نیشته اوتاسو مشرکان يئ اودعویٰ ددین دابراهیم کوئ -
[۹۶] په دی آیت کښی څوارلسم قباحت دهغوی ذکر کوی ، اوجواب دسوال دی سوال دادی دوی وئیل چه مونږ ستاسو نه غوره یو ځکه چه زمونږه قبله ستاسو د قبلی نه مخکښی ده؟ جواب اوشو چه دادلیل غلط دی (بَكَّةَ) مسجد حرام ته وئیلی کیږی اومکه ټول ښار ته وئیلی کیږی (مُبَارَكًا) مبارک ځکه دی چه دلږعبادت ثواب پکښی ډیر دی یولمونځ دمسج حرام په یولاکهه ثواب لری اودنیوی برکات هم پکښی شته - (هُدًى) هدایت ځکه دی چه قبله دټول مخلوق مخکنو اوروستنو اومرکز دهدایت هم دی (وُضِعَ) مراد ددی نه مقرر کول دپاره دعبادت دی (لِلنَّاسِ) دلیل دی چه کعبه قبله دټولو خلقو وه ماسیوا د نبی ﷺ نه چه د هغه دپاره شپاړلس یا اوولس میاشتی قبله بیت المقدس وه اوبیا منسوخ شوه -
[۹۷] (آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ) حجر اسود ، ملتزم. رکن یمانی، زمزم، نزول دانوارالٰهیه ، اطمینان دزړونو په لیدلو دهغی ، داټول آیات بینات دی (كَانَ آمِنًا) یومراد دادی چه څوک بیت اللّه ته په ایمان سره داخل شو نود اللّه تعالٰی دعذاب نه به په امن سره وی ، بل مراد دادی حرم ته چه څوک داخل شو نوهغه شرعاً‌ په امن دی دهغه بی عزتی، قتل کول ډیرغټ گناه دی (وَلِلَّهِ) دائی ځکه اوفرمائیل چه مشرکانو حج ریاء اوداحترام دخپلو معبودانو دپاره کوؤ (مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ) مبتدائی پټه ده یو دهغی نه مقام ابراهیم دی هغه یوه گټه ده چه ابراهیم علیه السلام په هغه اودریدلو په وخت دآبادئ کولو دکعبی کښی - یا مراد په دی سره ځایونه داودریدلو دابراهیم علیه السلام دی دپاره دمونځ او دعاگانو کولو نوهغی کی مسجد حرام ، صفا مروه، منیٰ ، مزدلفه ټول داخل وی (مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا) مراد ددی نه توښه اوزاد سفر دحج اوکرایه دسورلئ زیاتی دضروریاتو دکورداهل اوعیال نه (وَمَنْ كَفَرَ) څوک چه انکارکوی دفرضیت دحج نه نوهغه کافردی -
[۹۸] داکتابیانو ته زورنه ده اومراد کفرنه عمل نه کول دی اومراد دآیات اللّه دلته قرآن کریم دی -