لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿۹۲﴾ كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَى نَفْسِهِ مِنْ قَبْلِ أَنْ تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ قُلْ فَأْتُوا بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۹۳﴾ فَمَنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۹۴﴾
هیچ چیری به حاصل نه کړئ تاسو نیکی ترهغی چه خرچ کړئ دهغه څه نه چه خوښوئ ئی تاسو اوهغه چه خرچ کوئ څه شی پس یقیناً اللّه تعالٰی په هغی ښه پوهه دی ﴿۹۲﴾
ټول خوراکونه (کوم چه دوی په ځان حرام کړی دی) حلال ؤو بنی اسرائیلو لره مگر هغه چه منع کړی ؤو یعقوب علیه السلام په ځان خپل باندی مخکښی دنازلیدلو دتورات نه اوایه پس راوړئ تورات پس اولولئ تاسو هغه که ئی تاسو رشتینی ﴿۹۳﴾
پس چاچه جوړکړو په اللّه تعالٰی باندی دروغ روستو ددینه پس دغه کسان خاص دوی ظالمان دی ﴿۹۴﴾
[۹۲] مطلب دادی چه فدیه پس دمرگ ځکه نه قبلیږی چه په دغه وخت کښی مال محبوب نه وی اوقبولیت هله وی چه محبوب مال خرچ کړی او (مِمَّا تُحِبُّونَ) عام دی د دنیا مشری اقتدار رتبه مالونه وغیره د اللّه تعالٰی د دین دپاره قربان کول (الْبِرَّ) ددینه مراد ثواب دنیکئ دی اوهغه جنت دی -
[۹۳] په دی آیت کښی ددوی دیارلسم قباحت ذکر دی، اوجواب دی دسوال ددوی ، دوی سوال کوؤ چه ته ای نبی ﷺ د اوښ غوښه حلاله گنړی اوحال داچه دابراهیم علیه السلام په دین کښی داحرامه وه؟ دجواب حاصل دادی چه اوښ په دین دابراهیم علیه السلام کښی حلال وؤ اوروستو هم حلال وؤ صرف یعقوب علیه السلام په ځان باندی دبیمارئ عِرق النساء یا دنذر په وجه باندی (چه دانذردهغه په وخت کښی جائز وؤ) منع کړی وؤ اوغوره داده چه روستو بیا حلال وؤ - لیکن بیاد یهودیانو دظلم په وجه باندی په دوی باندی حرام شو لکه سورة انعام (۱۴۶) کښی دی ( إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ) مراد ددی نه تحریم لغوی دی په معنیٰ د منع کولو اودا استثناء منقطع ده ځکه چه په تحریم دیعقوب علیه السلام سره په یهودیانو باندی غوښه د اوښ حرام کړی شوی نه وه (كُلُّ الطَّعَامِ) مراد ددی نه هغه طعامونه دی چه یهودیانو په ځان باندی بی دلیله حرام کړی وؤ ( فَأْتُوا بِالتَّوْرَاةِ) ماجدی لیلکی دی چه په تورات موجوده کښی اوس هم دامسئله شته (پیدائش ۳۱۹) -
[۹۴] دا زورنه ده دروغ جوړوونکو ته (مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ) یعنی روستو دوضاحت کولو دقرآن نه چه څوک دخپلو مشرانو ملایانو په دروغو پسی روان وی نوهغه ډیرلوی ظالم دی -