تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۲۸ آلِِ عِمٌران

كَيْفَ يَهْدِي اللَّهُ قَوْمًا كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ وَشَهِدُوا أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۸۶﴾ أُولَئِكَ جَزَاؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۸۷﴾ خَالِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ ﴿۸۸﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۸۹﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَنْ تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الضَّالُّونَ ﴿۹۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِمْ مِلْءُ الْأَرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَى بِهِ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۹۱﴾

څنگه به توفیق ورکړی اللّه تعالٰی هغه قوم ته چه کفرئی کړی دی روستو د ایمان ددوی نه اوشهادت کړی دی چه یقیناً رسول حق دی اوراغلی دی دویته ښکاره دلیلونه او اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم ظالمانوته (عنادوالوته) ﴿۸۶﴾
دغه کسان سزا ددوی داده چه په دوی باندی لعنت د اللّه تعالٰی اودملائکو او دخلقو دی ﴿۸۷﴾
همیشه به وی دوی په هغی کښی نه به شی سپکیدی ددوی نه عذاب (ددوی) اونه به دوی له مهلت ورکیدی شی ﴿۸۸﴾
مگرهغه کسان چه توبه اوباسی پس ددینه اونیک عملونه کوی پس یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم والا دی ﴿۸۹﴾
یقیناً‌ هغه کسان چه کفرئی کړی دی پس دایمان نه بیازیات شوی دی دوی په کفرکښی (ترځنکندن پوری) هیچ چیری به قبول نشی توبه ددوی اودغه کسان دوی لوی گمراهان دی - ﴿۹۰﴾
یقیناً‌ هغه خلق چه کفرئی کړی دی اومړه شو حال دادی چه دوی کافران دی پس هیچ چیری به قبول نه کړی شی دهیچا ددوی نه ډکه ځمکه سره زر اگر که بدله ورکړی په هغی سره دغه کسان دپاره ددوی عذاب دردناک دی اونیشته دوی لره امدادیان ﴿۹۱﴾

[۸۶] په دی آیت کښی دولسم قباحت ذکردی چه هغه مرتد کیدل دی سره دپوهی نه دضد وجی نه - اواول مراد په دی کښی اهل کتاب دی چه په آخری نبی باندی دپیدائش دهغه نه مخکی ایمان راوړو اودهغه درسالت شهادت ئی کولو لکه په سوره بقره (۸۹) کښی دیته اشاره ده اوروستو دراتللو دهغه نه ئی کفراوکړو اودارنگ هرمرتد پکښی داخل دی -
[۸۸،۸۷] دا تخویف اخروی دی - اوداسی په سورة بقره (۱۶۲،۱۶۱) کښی په باره دحق پټوونکو کښی تیرشوی دی -
[۸۹] په دی کښی ذکر دتوبی دعوامو اود هغه چا دی چه ماسیوا دکتمان حق نه نور گناهونه ئی کړی دی -
[۹۰] ددی آیت مطلب دادی چه مرتد ترمرگه پوری کفرکوی په وخت دغرغری کښی توبه اوباسی نودهغه توبه نه قبلیږی (ازْدَادُوا كُفْرًا) مراد ددی همیش پاتی کیدل دی په کفرباندی ترمرگه پوری (الضَّالُّونَ) مراددی نه پوره گمراهان دی یعنی په درجه دکفر کښی دی -
[۹۱] ددی آیت مطلب دادی چه توبه نه اوباسی اوپه کفرباندی مړشی نوکه څوک دده په فدیه کښی ډکه ځمکه سره ورکړی یادی په خپله دځان دطرف نه په ورځ دقیامت فدیه ورکوی نودانه قبلیږی نومعلومه شوه چه په ژوند کښی دتوبی کولونه بغیر بله طریقه دنجات نیشته - داسی په سورة مائده (۳۶) او سورة انعام (۷۰) کښی دی -