فَمَنْ تَوَلَّى بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۸۲﴾ أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ ﴿۸۳﴾ قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۸۴﴾ وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۸۵﴾
پس چاچه مخ واړؤو روستو ددی نه پس دغه کسان دوی پوره نافرمان دی ﴿۸۲﴾
آیا پس سیوا ددین د اللّه تعالٰی نه دوی غواړی بل دین اوخاص هغه ته غاړه ایښی دی هغه چاچه په آسمانونوکښی دی اوځمکه کښی دی په رضا سره اوپه ناچارئ سره اوخاص اللّه تعالٰی ته به اوگرځولی شئ تاسو ﴿۸۳﴾
ته آوایه ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی اوپه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی په مونږباندی اوپه هغه چه نازل کړی شوی دی په ابراهیم علیه السلام او اسماعیل علیه السلام او اسحاق علیه السلام اویعقوب علیه السلام اواولاد دهغه اوهغه کتابونه چه ورکړی شوی ؤوموسیٰ علیه السلام ته او عیسیٰ علیه السلام ته اونوروپیغمبرانو ته دطرف درب ددوی نه جدائی نه کؤو په مینځ دهیچا کښی ددوی نه اومونږ اللّه تعالٰی لره اخلاص کؤونکی دبندگئ یو ﴿۸۴﴾
اوچاچه طلب کړو سیوا داسلام نه بل دین پس هیچ چیری به قبول نه کړی شی د هغه نه اودی به په آخرت کښی دزیان والاؤ نه وی ﴿۸۵﴾
[۸۲] دلته فاسق په معنیٰ دکافر دی ځکه چه دی د اللّه تعالٰی دحکم نه پوره خارج دی - اووصف ئی ځکه ذکرکړو چه کتابیان په دی نوم باندی ډیر خفه کیږی -
[۸۳] دا زجر دی چه څوک ددی نبی ﷺ نه مخ اړوی یعنی توحید نه منی هغه د اللّه تعالٰی ددین سیوا بل دین غواړی (أَسْلَمَ) ددی نه مراد تابعدای شرعی ده نوملائک او مؤمنان مراد دی او (طَوْعًا) هغه ایمان دی چه بغیردجنگ نه قبول کړی وی او (كَرْهًا) هغه دی چه پس دجنگ نه ئی ایمان راوړی وی یا ددی نه مراد تابعداری د حکم تکوینی ده هغی ته ملائک او مؤمنان طوعا تابع دی اوکافران ورته کرها تابع دی - نوپه اول تفسیر سره صرف اهل ایمان مراد شول اوپه دوهم تفسیرباندی کافران هم په دی کښی داخل دی -
[۸۴] دی آیت کښی بیان ددین د اللّه تعالٰی دی کوم چه مخکښی آیت کښی تیرشوی دی حاصل دادی چه مونږایمان په کتابونو اورسولانو باندی لرو لیکن بندگی صرف د اللّه تعالٰی کؤو انبیاؤ له عبادت نه کؤو داسی په سورة بقره (۱۳۶) کښی هم تیرشوی دی سورة بقره کښی هغه په جواب داعتراض دیهودیانو کښ وؤ اودلته مقصد بیان د دین د اللّه تعالٰی دی -
[۸۵] په دی کښی سخته زورنه او تخویف دی هغه چاته چه ددین دتوحید او سنت نه خلاف بل څیزته دین وائی لکه مشرک اومبتدع شو (دِينًا) اشاره ده چه غیراسلام ته دین وائی اوپه هغی سره اللّه تعالٰی ته تقرب حاصلوی لکه چه داطریقه د یهودواو نصاریٰ او مبتدعینو ده نوپه هغی سره تقرب اللّه ته نه حاصلیږی - اوچه دین ورته نه وائی نوهغه فاسقان یا کافران دی -