تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۲۶ آلِِ عِمٌران

مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ ﴿۷۹﴾ وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۸۰﴾ وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُمْ مِنْ كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنْصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُوا أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۸۱﴾

نه دی مناسب یوه بنده لره چه ورکړی وی هغه ته اللّه تعالٰی کتاب اوپوهه ددین اوپیغمبری بیاچه اوائی خلقو شئ تاسوبندگی کؤونکی ځماسیواد اللّه تعالٰی نه اولیکن (وائی) شئ تاسوخدائی خلق په وجه ددی چه خودنی کوئ دکتاب د اللّه تعالٰی اپه دی وجه چه تاسوایزده کوی کتاب ﴿۷۹﴾
اواجارت نه درکوی تاسوته پیغمبر ﷺ چه اوگنړئ ملائک او پیغمبران دبندگئ حقدار آیا اجازت درکوی تاسوته دکفر کولو روستوددی نه مسلمانان ئی ﴿۸۰﴾
اوکوم وخت چه واخیستو اللّه تعالٰی پوخ لوظ دپیغمبرانونه چه هغه چه درکوم تاسوته څه کتاب او پوهه د دین بیاراشی تاسوته رسول (آخری) تصدیق کؤونکی دهغه (کتابونو) چه تاسوسره دی نوضرورایمان به راوړئ په هغه باندی ، اوضرور امداد به کوئ دهغه ، اوفرمائل اللّه تعالٰی آیا اقرار اوکړو تاسو؟ اوقبوله کړه تاسو په دی شرطونووعده ځما دوی اویل: اقرار اوکړو مونږ اوفرمایل اللّه تعالٰی پس بیان کوئ ددی او ځه تاسوسره دبیان کؤونکو نه یم ﴿۸۱﴾

[۷۹] په دی کښی ذکردلسم قباحت دی نسبت دجوازشرک نیکانوته چه هغوی داسی وصیت کړی دی . اوجواب دی دسوال دنصاریٰ چه دوی وئیل، عیسیٰ علیه السلام حکم کړی دی چه ځما بندگی کوئ‌ ځه به ستاسوحاجتونه پوره کوؤم - دجواب حاصل دادی چه پیغمبرداسی نه کوی چه خلقوته دخپل بندگئ حکم ورکړی اونه دااجازت کوی چه دملائکو یانورو بزرگانو عبادت اوکړی ځکه داکفراوشرک دی اوپیغمبرچاته دشرک حکم نه ورکوی - اوددی جواب سورة مائده (۱۱۶) کښی هم شته (رَبَّانِيِّينَ) ربانی هغه دی چه دکتاب اللّه تعالٰی درس وتدریس کوی په دلیل دروستوجملی سره -
فائده۱: په دی آیت کښی دلیل دی چه عبدالنبی عبدالرسول وغیره نومونه کیخودل ناجائز دی -
فائده ۲: دی کتاب کښی اشاره ده چه درس اوتدریس دکتاب اللّه سره ربانیت حاصلیږی ددی نه غوره کارنیشته -
فائده ۳: ربانی منسوب دی رب ته الف نون دتاکید دپاره زیاتی شوی دی -
[۸۰] دابل جواب دی دنسبت دالوهیت عیسیٰ علیه السلام ته دادلیل دی چه اللّه تعالٰی نه سیوا ملک او نبی ولی وغیره رب گنړل کفردی - اودی ته شرک فی الربوبیت وئیلی شی -
[۸۱] په دی کښي یولسم قباحت د‌ذکرکولودپاره د تمهید دی اوبیان دصدق درسول دی اوروستو دوو آیانونویعنی (۸۲) او (۸۳) کښی قباحت بیانول اوزجر ورکول دی په مخ اړولوسره دهغه رسول نه چه دهغه په باره کښی دټولو انبیاؤ نه عهد اخیستلی شوی دی اوداعهد په عالم ارواح کښی دټولو انبیاؤ نه (سیوادآخری نبی نه) اخستی شوی وؤ - بل روایت دادی چه دهرنبی نه په وخت دبعثت دهغه کښی داعهد اخستلی شوی وؤ (لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنْصُرُنَّهُ) دلیل دی چه ټول انبیاء په ایمان روړلو دآخری نبی باندی مکلف دی اودهغه په نصرت کولو - نصرت قول دادی چه وصیت اوکړی خپل امت ته په ایمان رواړلوسره په آخری نبی اونصرت عملی مشروط دی په شرط دحیات په زمانه دهغه کښی -
فائده: اهل علم لیکلی دی چه داآیت دلیل دی په دی خبره باندی چه حَضِرعلیه السلام زمونږ دنبی په وخت کښی ژوندی نه وو که ژوندی وی نو ددی عهد په وجه به ځمونږ دنبی امداد دپاره په بدر احد وغیره کښی حاضر شوی وی -