وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِنْ تَأْمَنْهُ بِقِنْطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ إِنْ تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لَا يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾ بَلَى مَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ وَاتَّقَى فَإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۷۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۷﴾ وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۷۸﴾
اوبعضی دکتاب والونه هغه دی که امانت ورکړی لویه خزانه نودرکوی به تاته اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه امانت ورکړی یوه اشرفئ ، نه اداکوی هغه تاته مگرترڅو چه ته ئی دهغه (په خواکښی) ولاړ داپه دی سبب چه دوی وائی نیشته په مونږباندی په باره دمال دامیانوکښی هیڅ گناه اوجوړوی دوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ اودوی پوهیږی ﴿۷۵﴾
(داسی نه ده) بلکه چاچه پوره کړو لوظ خپل اوویریدو د اللّه تعالٰی نه پس یقیناً اللّه تعالٰی مینه کوی دمتقیانو سره ﴿۷۶﴾
یقیناً هغه کسان چه اخلی په لوظ د اللّه تعالٰی اوپه قسمونوخپلو بدله لږه (چه دنیاده) دغه کسان نیشته هیڅ حصه ددوی (دثواب) په آخرت کښی اوخبری به نه کوی ددوی سره اللّه تعالٰی اونه به نظر کوی دوی ته په ورځ د قیامت اونه پاک کړی دوی اودوی لره عذاب دی دردناک ﴿۷۷﴾
اویقیناً ددوی نه خامخا یوه ډله ده تاوه وی ژبی خپلی په کتاب سره ددی دپاره چه تاسو پری گمان اوکړئ دکتاب د اللّه تعالٰی اوهغه نه وی دکتاب د اللّه تعالٰی نه اووائی دوی دادطرف د اللّه تعالٰی نه دی ، اونه وی هغه طرف د اللّه تعالٰی نه اوجوړوی دوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ اودوی پوهیږی ﴿۷۸﴾
[۷۵] په دی کښی بیان داتم قباحت دی اوزورنه چه دوی دامیانو مال ځان له حلال گنړی که په هری طریقی سره حاصل کړی اوحلال والی نسبت اللّه تعالٰی ته کوی - اوپه دی آیت کښی دکتاب والودوه قسمه ذکردی (۱) حق پرست (۲) باطل پرست - (بِقِنْطَارٍ) لوئی خزانی ته وئیلی شی تقدیرمعین ئی ثابت نه دی (إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا) مراد ددی نه داچه هروخت دهغه نه مطالبه کوی اوورپسی گرځی (لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ) مراد دادی چه دغه مال خوړل دهغوی حلال گنړی -
[۷۶] په دی کښی دحق پرستو ذکردی اودهغوی دوه صفتونه ئی ذکر کړی دی (بِعَهْدِهِ) هغه عهدونه چه په تورات کښی دی یاعام عهود د اللّه تعالٰی مراد دی -
[۷۷] په دی آیت کښی دآخرت ویره ده هغه چالره چه داللّه تعالٰی کتاب مقابله کښی دنیاخوښوی او په دروغو قسمونو سره دنیا گټی (بِعَهْدِ اللَّهِ) حکمونه د اللّه تعالٰی اوکتاب داللّه تعالٰی (ثَمَنًا قَلِيلًا) مراد ددی نه ټوله دنیا ومافیها ده ځکه هغه په مقابله ددین د اللّه تعالٰی کښی لږه ده (خَلَاقَ) مرا ددی حصه د خیر ده (لَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنْظُرُ) مراد ددی نه خبری اونظرکول درحم اولطف دی - (لَا يُزَكِّيهِمْ) مراد ددی نه گناهونونه پاکول اودعذاب نه بچ ساتل دی -
[۷۸] په دی کښی بیان دنهم قباحت دهغوی دی سره دزورنی نه چه دوی تحریف کوی په طریقه د لیّ اللسان (ژبه اړول) یاخپل کلام په وزن دکلام اللّه لولی اونسبت دهغی اللّه تعالٰی ته کوی بل داچه تحریف لفظوی کوی - لیّ اللسان ، دادی چه راعنا کښی الف وئیل دارنگ اوس منکران دبشریت درسول نه داسی لولی چه (إِنَّ مَااَنَا بَشَرٌ مِّثْلُکُمْ) یعنی اِنَّ د مانه جدالولی اوما دپاره دنفی وائی -