وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ يُكْفَرُوهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ ﴿۱۱۵﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۱۶﴾ مَثَلُ مَا يُنْفِقُونَ فِي هَذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَكِنْ أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۱۷﴾
اوهغه چه کوی دوی څه نیک کار پس هیچ چیری محرومه به نشی دثواب دهغی نه اواللّه پوهه دی دمتقیانوپه حال باندی ﴿۱۱۵﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی هیچ چیری به لری نه کړی ددوی نه مالونه ددوی اونه اولاد ددوی دعذاب داللّه تعالٰی نه څه شی اودغه کسان اوروالادی دوی په هغه کښی همیشه وی ﴿۱۱۶﴾
مثال دهغه مالونو چه خرچ کوی ئی دوی دپاره دژوند دنیوی په شان دحال دسیلئ دی چه په هغی کښی یخه ږلئ وی اورسی فصل دهغه قوم ته چه ظلم ئی کړی وی په ځانونوخپلو باندی پس تباه کړی هغه اوظلم نه دی کړی په دوی باندی اللّه تعالٰی اولیکن دوی په خپلو ځانونو ظلم کوی ﴿۱۱۷﴾
[۱۱۵] خیراگرچه عام دی تیرشوؤ صفاتوته لیکن په خیرکښی هم داخل ده چه په دین باندی خرچ کوی اوپه دی کښی څلورم اصل ته اشاره ده چه په دین باندی خرچ کول ضروری دی سره دتقویٰ او دایمان نه (فَلَنْ يُكْفَرُوهُ) دادکفران نه ماخوذ دی ناشکری اودثواب نه محروم کیدل (بِالْمُتَّقِينَ) هغه کسان چه دغه لس صفتونوسره موصوف دی هغوی مراد دی په المتقین کښی -
[۱۱۶] په دی آیت کښی ویره دآخرت ده - اومراد دادی چه هرخیراوخصوصاً دخرچ کولوسره ایمان په کار دی ، ځکه چه په حال دکفرکښی مال او اولاد څه فائده نه ورکوی -
[۱۱۷] مراددی نه دادی چه مالونه ددنیا دمفاداتو دپاره خرچ کوی ددنیا اقتدار وغیره دپاره خرچ کوی - یامرا دادی چه سره دکفر اوشرک نه خیراتونه کوی ، نودابرباد دی اشاره ده چه دخرچ سره اخلاص په کار دی (صِرٌّ) سخت یخ څیزته وئيلی شی ږلئ یا واوره -