تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۲۲ آلِِ عِمٌران
إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا اللَّهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۶۲﴾ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ ﴿۶۳﴾ قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿۶۴﴾ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنْزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنْجِيلُ إِلَّا مِنْ بَعْدِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۶۵﴾
یقیناً دا خامخا هغه بیان حق دی او نیشته څوک حق دارد بندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه اویقیناً اللّه تعالٰی خامخا زور آور دی حکمتونووالا دی ﴿۶۲﴾
پس که دوی مخ واړؤو پس یقیناً اللّه تعالٰی عالم دی په فساد کؤونکو ﴿۶۳﴾
اوایه ای کتاب والو: راشئ هغی کلمی ته چه برابره ده په مینځ ځمونږ او ستاسو کښی چه بندگی نه کؤو مگردیو اللّه تعالٰی اونه به شریکؤو دهغه سره هیڅ شئ اونه به نیسی بعضی ځمونږ بعضولره اختیارمند دحکم سیواد اللّه تعالٰی نه پس که دوی مخ واړؤو پس اووائ خبرشئ چه یقیناً مونږ توحید منونکی یو ﴿۶۴﴾
ای کتاب والو: ولی جگړه کوئ په باره دابراهیم علیه السلام کښی اونه دی نازل کړی شوی تورات اوانجیل مگر روستو دهغه نه آیا پس دعقل نه کارنه آخلئ ﴿۶۵﴾
[۶۲] دی آیت کښی نتیجه دتیرشوی بیان ده په ذکر دتوحید سره یعنی حاصل د اثبات دعجز د عیسیٰ علیه السلام اثبات دتوحید دالوهیت دی ( الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ټول صفتونه دقدرت (تصرف) او دعلم راجع دی دی دوه صفتونو ته -
[۶۳] اشاره ده چه مفصد هغه څوک دی چه دتوحید نه اعراض کوی اوشبهات دخلقو په زړونوکښی غورځوی -
[۶۴] ددی آیت نه تر (۱۰۱) پوری دوهمه حصه دسورة ده - په دی کښی بیان دصدق درسول دی په ذکردڅوارلس قبائحو دمنکرینو کتابیانو او په دی کښی د دری سوالونو جوابونه دی په (۹۶،۹۳،۷۹) کښی - ددی آیت مطلب دادی چه کلمه د توحید ظاهری طورباندی تاسو هم منئ اومونږهم منو، نوراځئ ددی تشریح واورئ اوپه هغی باندی خپله عقیده صحیح کړئ ، په اوله جمله کښی بیان دحق د اللّه تعالٰی دی ، په دوهمه جمله کښی رد دی په شرک فی الالوهیت اوپه دریمه جمله کښی رد دی په شرک فی الربوبیت باندی (أَرْبَابًا) مراد ددی نه هغه څوک دی چه هغه سره اختیاروی دحلالولواوحرام کولو اودا اللّه تعالٰی پوری خاص دی ، پیغمبر ﷺ له هم دااختیار نیشته ، دحل او حرمت نسبت پیغمبرته مجازی دی په اعتباردبیان اود تشریح کولو دی - دلته دربوبیت نه قدرت او خلق اوتصرف مراد نه دی ځکه هغوی په دی کښی شرک نه وؤ کړی - په دی آیت کښی دمنکرینو اول قباحت ذکر شو، شرک کول -
[۶۵] په دی آیت کښی دوهم قباحت ذکرشو ، نسبت ددین باطل ابراهیم علیه السلام ته یعنی دوی ویل چه یهودیت نصرانیت دین دابراهیم علیه السلام دی نوددی رد کوی په څلورو آیاتونو کښی - اول په دی آیت کښی دی اوحاصل درد دادی چه یهودیت اونصرانیت دینونه خو دنزول تورات او انجیل نه روستو جوړشوی دی اوابراهیم علیه السلام خو دتورات او انجیل نه ډیر مخکښی پیدا شوی دی نوهغه څرنگ یهودی یانصرانی شو -