تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۲۱ آلِِ عِمٌران

ذَلِكَ نَتْلُوهُ عَلَيْكَ مِنَ الْآيَاتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِيمِ ﴿۵۸﴾ إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۵۹﴾ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۶۰﴾ فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ﴿۶۱﴾

د ا لولو مونږ په تاباندی چه آیاتونه دی (دلیلونه) او نصیحت دحکمتونونه ډک ﴿۵۸﴾
یقیناً‌ حال د عیسیٰ علیه السلام په نزد د اللّه تعالٰی په شان دحال دآدم علیه السلام دی جوړکړی ؤو دخاورو نه، بیا اویل اللّه تعالٰی ده ته شه پس اوشو هغه ﴿۵۹﴾
داحق دی ستا درب د طرف نه پس مه کیږه دشک کؤونکو نه ﴿۶۰﴾
پس څوک چه جگړه کوی تاسره په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی روسته دهغی نه چه راغلی ده تاته پوهه په (وحی سره) پس اوایه راشئ چه رااوبلو ځامن خپل اوځامن ستاسو اوزنانه خپلی اوزنانه ستاسو اوځانونه ځمونږ اوځانونه ستاسو بیا عاجزئ اوکړو پس اوبه غواړو لعنت د اللّه تعالٰی په دروغژنو خلقو باندی ﴿۶۱﴾

[۵۸] دی آیت کښی اثبات دصدق درسول دی (الْآيَاتِ) دلیلونه دعبدیت د عیسیٰ علیه السلام (وَالذِّكْرِ الْحَكِيمِ) دوعظ او تخویف اوبشارت خبری -
[۵۹] دا جواب دهغه سوال دی د عیسیٰ علیه السلام بی پلاره پیداکیدل دلیل دی په دی چه الٰه دی حاجت روا دی؟ نوجواب دادی چه د آدم علیه السلام پلار اومور دواړه نه وؤ نوپه کار دادی چه هغه دِ لوی الٰه وی اوحال داچه هغه الٰه نه دی - اوپه دی کښی تشبیه دغریب ده (لږناآشنا) داغرب ( ډیرناآشنا) سره -
[۶۰] داتاکید دتیرشوی مضمون دی اوخطاب نبی ﷺ ته دی اومراد ترینه امتیان دی (فَلَا تَكُنْ مِنَ الْمُمْتَرِينَ) منع کول دشک نه مستلزم نه ده وقوع دهغی لره یعنی نبی ﷺ هیڅ شک په دی کښی نه دی کړی - اوهرکله چه مسئله دقبلی ددی امت دپاره ډیره اهمه وه ددی وجی نه په سورة بقره (۱۴۷) کښی فلاتکونن په تاکید سره وئیلی دی -
[۶۱] دی آیت کښی دعوت دمباهلی دی دنصاریٰ سره لیکن هغوی دمباهلی نه انکاراوکړو - مباهله اوس هم جائز ده په دی شرط چه په یقینی مسئله کی وی او مخکښی په دلیلونوسره پوهه کړی شی اودهغوی دشبهاتوجوابونه اوکړی شی اوبیاهم نه منی نو مباهله په کار ده - مباهله خیری کول او دعا دلعنت ته وئیلی شی اوجمع کول داهل وعیال اوملگرو صرف په دی مباهله کښی شرط کړی شوی وؤ په هره مباهله کښی داشرط نه دی لکه چه سورة بقره او سورة جمعه کښي مباهله دیهودیانو ذکرشوی ده (أَنْفُسَنَا) مراد ددی نه رونړه اونورملگری دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>