تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۲۳ آلِِ عِمٌران

هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۶۶﴾ مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَكِنْ كَانَ حَنِيفًا مُسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۶۷﴾ إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۶۸﴾ وَدَّتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۶۹﴾ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ ﴿۷۰﴾ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۷۱﴾

خبردار تاسو ای خلقو جگړه کوئ په هغه څه کښی چه تاسو له په هغی باندی پوهه ده پس ولی جگړه کوئ‌ په هغه څه کښی چه نیشته تاسولره په هغی باندی پوهه او اللّه تعالٰی پوهیږی اوتاسو نه پوهیږئ ﴿۶۶﴾
نه ؤو ابراهیم علیه السلام نه یهودی اونه نصرانی اولیکن ؤو هغه کلک مؤحد اونه ؤو دمشرکانو دډلی نه ﴿۶۷﴾
یقیناً‌ زیات حقدار دخلقو نه په نسبت کولو ابراهیم علیه السلام ته خامخا هغه خلق دی چه تابعداری کړی ده دهغه اوداپیغمبر اومؤمنان او اللّه تعالٰی دوست دی دمؤمنانو ﴿۶۸﴾
غواړی یوه ډله داهل کتابو نه چه گمراه کړی تاسو اونه گمراه کوئ دوی مگرځانونه خپل اودوی نه پوهیږی ﴿۶۹﴾
ای کتاب والو: ولی کفرکوئ تاسوپه آیاتونود اللّه تعالٰی اوتاسو خبرئی ﴿۷۰﴾
ای کتاب والو: ولی گډوډ کوئ په خلقو باندی حق او باطل او (ولی) پټوئ تاسو حق اوتاسو پوهیږئ‌ ﴿۷۱﴾

[۶۶] په دی کښی زورنه ده - اودوهم رد دی چه په باره دابراهیم علیه السلام کښی خوستاسوخبره بالکل بی دلیله ده (عِلْمٌ) نکره په اثبات کښی ده یعنی بعضی علم اوپه نفی کښی خو عموم غواړی -
[۶۷] په دی کښی دریم رد دی صریح په هغوی باندی اود اشاری نه معلومه شوه چه یهودیان او عیسایان مشرکان وؤ ځکه چه په هغی دواړو ډلوکښی شرک موجود وؤ -
[۶۸] په دی کښی څلورم رد دی په هفوی باندی اشاره ده چه نبی ﷺ ته نسبت کول دتابعدارئ په وجه دی نه دنسب په وجه باندی - (أَوْلَى) ددی معنیٰ حقدار دنسبت کولو -
[۶۹] په دی کښی دریم قباحت دهغوی ذکر دی ، امیانوته شرک اوکفراو گناه خبری خودل چه دادین دی ، اوپه دی باندی زورنه کوی - اوداسی په سورة بقره (۱۰۹) کښی تیرشوی دی (وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ) دادلیل دی چه څوک بل چاته کلمه او عقیده دکفراوشرک ښائی نوهغه په خپله کافر او مشرک شو -
[۷۰] په دی آیت کښی څلورم قباحت دهغوئ ذکر دی اوپه هغی باندی زورنه - دلته کفرپه تورات باندی داوؤ چه په هغی کښی دتوحید او دآخری رسول په باره کښی آیاتونه دی په هغی کښی دوی تحریف کؤو لفظی او معنوی -
[۷۱] په دی کښی بیان دپنځم قباحت دی سره دزورنی ورکولو نه کله چه دوی خبری کولی دنیمگړو ملایانو اولږ پوه لرونکوسره نو تلبیس به ئی کؤو اوهغه له به ئی په زړه کښی شکونه اچول اوکله چه دامیانو سره خبری وی نوحق به ئی ترینه پټوو - اودادگمراه کولو دخلقو دوه طریقی دی -