تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۸ آلِِ عِمٌران
قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۴۷﴾ وَيُعَلِّمُهُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ ﴿۴۸﴾ وَرَسُولًا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُمْ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنْفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ وَأُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللَّهِ وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۴۹﴾ وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۵۰﴾
اویل مریم: ای ربه څنگه به اوشی ځما ځوی اونه دی رسیدلی ماته هیڅ بنده اویل (جبرئیل) دغسی (به ئی ته) اللّه تعالٰی پیداکوی څه چه اوغواړی کله چه اراده وکړی دیوکار پس یقیناً وائی هغه ته اوشه پس هغه اوشی ﴿۴۷﴾
اوخودنه به ورکوی ده ته دکتاب (قرآن) اودپوهی خبری (سنت دنبی ﷺ) اوتورات او انجیل ﴿۴۸﴾
او (لیږدوی) رسول بنی اسرائیلو ته چه یقناًما راوړی دی تاسوته معجزی درب ستاسو چه یقیناً جوړوم تاسو لره دخټی نه په شان دشکل دمرغئ پس پوکی به کؤوم په هغی کښی پس شی به الوتونکی مرغئ په حکم د اللّه تعالٰی سره او جوړوم زیږیدلی ړوند اوبرگی والا اوژوندی کوم مړی په حکم د اللّه تعالٰی سره اوخبردرکوم تاسوته په هغه څه چه خورئ اوهغه څه چه ذخیره کوئ تاسو په کورونو ستاسو کښی یقیناً په دی کښی دلیلونه دی (دتوحید اورسالت) تاسولره که تاسو ایمان راوړئ ﴿۴۹﴾
اورالیږلی شوی یم رشتینی کؤونکی دهغه چه ځمانه مخکښی (نازل شوی دی) چه تورات دی اوچه حلال کړم تاسولره بعضی هغه څه چه حرام کړی شوی دی په تاسوباندی اوراوړی دی ماتاسوته نوری نښی دطرف درب ستاسونه پس اویریږئ د اللّه تعالٰی نه (په شرک پری خودلو) اوتابعداری اوکړئ ځما ﴿۵۰﴾
[۴۷] په دی کی تعجب دمریم ذکر دی په اعتباردعادت سره (اللَّهُ يَخْلُقُ) په واقعه دزکریاعلیه السلام کښی یفعل ذکروؤ او دلته یخلق ځکه چه هلته دعادت نه ډیره ناآشنا خبره نه ده صرف دعمردزیاتوالی خبره وه اودلته خودعادت نه ډیرخلاف دی خاوند نیشته اوولد پیداشویدی -
[۴۸] داعطف دی په احوالو دعیسیٰ باندی په اعتباردامورشرعیه سره مخکی امورتکوینیه ذکرووځکه چه دتورات اوانجیل ذکرئی روسته کړی دی دوهم قول دادی چه الکتاب نه مراد جنس کتب الٰهیه دی ، دریم قول دادی چه مراد ددی نه علم کتابت دی (الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ) قرآن اوسنت دآخری نبی به ورته خودلی کیږی - روستو دراکوځیدلو د اسمان نه -
[۴۹] (رَسُولًا) اشاره ده چه بدکار نه دی لکه چه یهودیان وائی اوالٰه یا ولد د اللّه تعالٰی نه دی لکه چه نصاریٰ وائی - په عیسیٰ علیه السلام کښی دطب دیونان لویه چرچه وه علاجونه به ئی کول نواللّه تعالٰی ده لره هغه معجزات ورکړل چه دعلاج سره تعلق لری چه معلومه شی چه حکماء هم ددی نه عاجز دی - نودهرنبی معجزه دهغه دوخت سره مناسبه وی (لَكُمْ) دپاره دایمان راوړلو ستاسو -
[۵۰] بعضی حرام شوی څیزونه په یهودیانو ، سورة انعام (۱۴۶) کښی ذکر دی هغه ئی دوی لره حلال کړل په طریقه دنسخ سره اویا مراد ددی نه هغه څیزونه دی چه باطل پرست ملایانوپه دوی باندی بی دلیله حرام کړی وؤ هغه ورته عیسیٰ علیه السلام حلال کړل اوپه دی معنیٰ سره بعضی نه مراد کل دی لیکن هرکله چه دوی کوم حرام گنړل دادهغی نه بعضی وؤ ځکه ورته بعض اوفرمایل (فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ) په دی کښی مسئله دسنت ذکرده اودا دعوت د ټولو انبیاؤ علیهم السلام دی لکه چه په سورة شعراء کښی ذکر دی -