تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۷ آلِِ عِمٌران

يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ ﴿۴۳﴾ ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَامَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿۴۴﴾ إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۴۵﴾ وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۴۶﴾

ای مریم تابعداری کوه درب خپل اوسجدی کوه اورکوع کوه د رکوع کؤونکوسره ﴿۴۳﴾
دا (چه ذکرشوی حالات) بعضی خبرونودغیب نه دی وحی کؤو مونږددی تاته اونه وی ته ددوی سره حاضر کوم وخت چه غورځول دوی قلمونه خپل چه کوم یو ددوی به پالنه کوی دمریم او نه وی ته دوی سره حاضر کوم وخت چه دوی بحث کولو ﴿۴۴﴾
کوم وخت چه اویل ملائکو ای مریم: یقیناً‌ اللّه تعالٰی زیری درکوی تاته په کلمی سره دخپل طرف نه نوم دهغی به مسیح عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم وی مخوریزبه وی په دنیااوآخرت کښی اودنزدی کړی شؤونه به وی ﴿۴۵﴾
اوخبری به کوی دخلقو سره په غیږ دمورکښی اوپه پوخ عمرکښی اودکاملونیکانونه به وی ﴿۴۶﴾

[۴۳] ددی مطلب دادی اگرچه مریم ډیره غوره وه لیکن هغی ته د اللّه تعالٰی دبندگئ حکم وو - معلومه شوه چه بزرگی سره عبادت نه معاف کیږی او واو دارکعی دپاره د ترتیب نه دی اومعلومه شوه چه په دین دبنی اسرائیلو کښی رکوع او سجده دواړه عبادت وؤ -
[۴۴] په دی آیت کښی دلیل دصدق درسول دی او ددینه معلومه شوه چه نبی ﷺ دپیدایش نه مخکښی حاضر وناظر نه وؤ لکه څنگه چه دپیدایش نه روستوهم حاضر وناظر نه دی - اوداسی دلیل په سورة یوسف (۱۰۲) اوسوره قصص (۴۶،۴۵،۴۴۴) کښی شته - حاصل دواقعی دادی چه مریم دتربیت په باره کښی داهل علم تنازع وه هریوغوښتله چه لوردامام زمونږ (عمران) به ځه ساتم نوداختلاف دلری کولو دپاره طریقه اوخودلی شوه اوویلی شوچه دتورات او داحکامود لیکلو دپاره کوم قلمونه چه استعمالیږی هغه به د تربیت ددی حقدار وی نو قلم د ذکریا علیه السلام په بره روان شو اونورقلمونه داوبو په کوزطرف اوبهدیل -
[۴۵] ددی آیت نه دعیسیٰ علیه السلام په عجز او عبدیت باندی دلیلونه شروع شول چه هغه تقریباً پنځه ویشت دی (بِكَلِمَةٍ) نه مراد عیسیٰ علیه السلام دی ځکه چه پیداشوپه کلمه دکن سره یادوجی دډیربیانولو دکلمی دتوحید نه نوم ورته کیخودلو په کلمی سره یا دابشارت ذکر وؤ‌په کتابونو مخکنوکښی نوهغی ته ئی کلمه اویل - په دی آیت کښی شپږاحوال دهغه دعبدیت ذکرکړی دی - مسیح ئی لقب دی عیسیٰ علیه السلام ئی علم دی ابن مریم ئی اسم کنیت دی -
[۴۶] په کَهُولَت (پوخ عمر) کښی خبری کولوکښی اشاره ده دیته چه عیسیٰ علیه السلام کله دآسمان را نه کوځ شی نوپه پوخ عمرکښی به وی ځکه چه آسمان ته دپورته کیدو په وخت کښی کهولت ته نه وو رسیدلی ، بله اشاره داده چه یهودیان دی قتولی نه شی بلکه دی به دکهولت عمرته رسیږی ، بله داچه کهولت دعوارضو نه دی عوارض چه په چاباندی راځی نوالٰه نشی کیدی (الْمَهْدِ) دبچی دآرام کولو ځای که غیږ دموروی اوکه زانگووی لیکن دسورة مریم نه معلومیږی چه دلته غیږ مراد ده اومهد کښی خبری کول معجزه ده اودلیل دی دعبدبت دهغه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>