تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۶ آلِِ عِمٌران
قَالَ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ قَالَ كَذَلِكَ اللَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ﴿۴۰﴾ قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًا وَاذْكُرْ رَبَّكَ كَثِيرًا وَسَبِّحْ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ ﴿۴۱﴾ وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاءِ الْعَالَمِينَ ﴿۴۲﴾
اویل زکریاعلیه السلام: ای ربه ځما په کومه طریقه به کیږی ځما هلک اویقیناً ماته رسیدلی دی بوډاوالی اوښځه ځما شنډه ده ، اویل (ملک) دغسی (به ئی ته) اللّه تعالٰی کوی چه څه اوغواړی ﴿۴۰﴾
اویل ده ای ربه: جوړه کړی مالره یوه نښه ، اویل (ملک) نښه ستا داده چه خبری به نشی کولی دخلقو سره دری ورځی مگرپه اشاره ، اویادوه رب خپل ډیر ، اوپاکی وایه بیگاه او صبا ﴿۴۱﴾
اوکوم وخت چه اویل ملائکو ای مریم یقیناً اللّه تعالٰی غوره کړی ئی ته او پاکه ساتلی ئی ته اوغوره والی درکړی دی تاته په زنانودخلقو باندی ﴿۴۲﴾
[۴۰] مراد ددی نه تپوس دطریقی دپیدایش دی چه آیا مونږبه بیا ځوانان کیږو اوکه بل واده به کوم اوکه په دی حال کښی به اولاد کیږی؟ نوجواب اوشو چه په داسی حالت دبوډاوالی کښی به ولد پیداکیږی - مراد ددی نه انکارکول نه دی ځکه چه دادشان دنبی نه لری خبره ده -
[۴۱] نښه ددی دپاره غواړی چه شکرډیراوکړی - نښه داوه چه اللّه تعالٰی ده لره دری ورځی ددنیوی خبرو کولو نه منع کړو اوداپه هغه دین کښی روژه وه یائي ژبه ورله بنده کړله - ډیر ذکر هغه دی چه په عقیده دتوحید وی اودسنت مطابق وی اومراد دادی چه اللّه تعالٰی توحید ته دعوت جاری ساته (عَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ) نه مراد ټول وختونه دی - هرکله چه نښه ده په خپله طلب کړی وه ددی وجی داویل جائز نه دی چه اللّه تعالٰی ده لره سزا ورکړه لکه چه انجیل لیکلی دی هغه تحریف دی -
[۴۲] اول غوره والی په (اصْطَفَا) پنځه صفاتوسره دی کوم چه په (۳۷) کښی ذکر شول اودوهم غوره والی دادی چه اللّه تعالٰی هغی لره بغیردنارینه نه اولاد ورکړو داصفت ددنیا په زنانوکښی نیشته (الْمَلَائِكَةُ) جمع په معنیٰ دمفرد ده یعنی جبرئیل علیه السلام ورسره خبری وکړی اوداکرامت د مریم علیها السلام دی -