تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۵ آلِِ عِمٌران

فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنْبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۷﴾ هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ ﴿۳۸﴾ فَنَادَتْهُ الْمَلَائِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۳۹﴾

پس قبوله کړه هغه رب دهغی په قبلولو ښایسته اووئ ټوکوله داپه ټوکولوښایسته اووی سپارله هغه زکریا علیه السلام ته هروخت چه داخل به شو هغی ته زکریا علیه السلام عبادت خانی ته اووئ به موندو دهغی سره رزق، اویل هغه ای مریم دکوم ځای نه تالره رزق دی اویل هغه داد طرف د اللّه تعالٰی نه دی یقیناً‌ اللّه تعالٰی رزق ورکوی چاته چه اوغواړی بی حسابه ﴿۳۷﴾
ددی وجی نه دعا اوغوختله زکریا علیه السلام درب خپل نه اویل ده ای ربه ځما راوبخی ماته دخپل (درحمت دوجی نه) ځوی پاک یقیناً ته قبلوونکی ددعا ئی ﴿۳۸﴾
پس آواز اوکړوده ته ملائکو اودی ولاړ ؤو مونځ ئی کؤو په عبادت خانه کښی چه یقیناً اللّه تعالٰی زیری درکوی تاله په یحیٰ سره تصدیق کؤونکی به وی دکلمی د اللّه تعالٰی اوسردار به وی او پاکباز به وی اوپیغمبربه وی دکاملو نیکانونه به وی ﴿۳۹﴾

[۳۷] په دی کښی فضیلت دمریم ذکر کوی په پنځه طریقوسره (۱) قبولیت خائسته یعنی ددین دپاره قبلیدل (۲) خائسته لویدل (۳) اوکفالت د زکریا علیه السلام هغی لره (۴) بی اسبابورزق راتلل چه داکرامت دولی دی اومعجزه دپیغمبرده (۵) پوهه دهغی ځکه چه نسبت درزق ئی اللّه تعالٰی ته اوکړو دخپل کمال دعویٰ ئی اونکړه -
فائده: محراب وائی عبادت خانه دپیشوا دقوم ، او داپه دین دبنی اسرائیلوکی جائزوه ددی نه مراد زمونږدمسجدو محراب نه دی بلکه داخوپه زمانه د تابعینوکښی محدث دی لیکن دی ته بدعت فی الوسائل لغیره وائی (داجائزدی کله چه ددی ذات بعینه ثواب نه گنړی) -
[۳۸] په دی کی عجز دزکریا علیه السلام ذکرکوی - دعا غوختل صرف د اللّه تعالٰی نه د اولاد دپیدایش دپاره اوعالم الغیب نه دی ځکه نخه طلب کوی (هُنَالِكَ) یعنی هرکله چه زکریا علیه السلام پوهه شو دعمران په کورکښی نارینه اولاد اونه شو اودزکریاعلیه السلام په کورکښی هم نیشته اوددین داشاعت دپاره نارینه‌ په کاردی نوددی وجی نه زکریاعلیه السلام دنارینه اولاد دپاره دعا اوکړه (هُنَالِكَ) په معنیٰ د دغی وجی نه (مِنْ لَدُنْكَ) دالفظ هم په قطع داسبابوباندی دلالت کوی (طَيِّبَةً) فائده مند (دین خووؤنکی) (إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ) داوسیله ده ددغه دعادپاره په صفت د اللّه تعالٰی سره -
[۳۹]
(بِكَلِمَةٍ مِنَ اللَّهِ) مراد دادی چه د اللّه تعالٰی دکلمه توحید بیان کؤونکی به وی یامراد ددی نه عیسیٰ علیه السلام دی چه دهغه تصدیق به کوی (سَيِّدًا) هغه چاته وائی چه ښه اخلاق پکښی جمع شوی وی - (حَصُورًا) دگناه نه بچ کیدونکی اویادامراد دی چه نکاح به نه کوی اوداهغه ددین خصوصیت دی اوځمونږ د نبی ﷺ سنت نکاح کول دی - د انجیل په عبارت کښی هغه ته یوحناوائی د عیسیٰ علیه السلام دخاله ځوی دی اوشپږمیاشتی دهغه نه مشردی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>