تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۴ آلِِ عِمٌران

إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۳۳﴾ ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِنْ بَعْضٍ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۳۴﴾ إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۵﴾ فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنْثَى وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنْثَى وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ﴿۳۶﴾

یقیناً‌ اللّه تعالٰی غوره کړی دی آدم علیه السلام اونوح علیه السلام او اولاد د ابراهیم علیه السلام اواولاد دعمران علیه السلام په ټولو خلقو باندی ﴿۳۳﴾
نسل دی بعضی ددوی پیدا شوی دی دبعضونه ، او اللّه تعالٰی هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی ﴿۳۴﴾
کوم وخت چه اوویل ښځی دعمران: ای ربه یقیناً‌ منخته اوکړه ماتالره دهغی چه په گیډه ځما دی آزاد (ددنیادکارنه) پس قبول کړی ځمانه یقیناً ته هرڅه اوری په هرڅه پوهیږی ﴿۳۵﴾
پس هرکله چه اوزیږوله هغی جینئ اوویل: ای ربه یقیناً‌ اوزیږوله ما دا جینئ او اللّه تعالٰی ښه خبرؤو په هغه چه دی اوزیږوله اونه دی هغه نارینه (چه دی غوښتلی ؤو) په شان دزنانه (چه ده له ورکړی شوی وه) اویقیناً نوم کیخودو ما دیته مریم اویقیناً‌ ځه پناهی غواړم دی لره په تاسره اواولاد ددی لره دشیطان رټلی شوی نه ﴿۳۶﴾

[۳۳] په دی آیت کښی رد دی په نصاریٰ باندی چه عیسیٰ علیه السلام پشت په پشت دانسانانونه پیدا شوی دی نوولد د اللّه تعالٰی یا الٰه څنگه کیدی شی ، بل بیان دعبدیت او عجز دټولو انیباؤ دی سره دفضیلت دهغوی نه اوشاره دیته چه فضیلت دانسان هغه لره الوهیت ته نه رسوی -
فائده: داڅلورئی خاص کړل ځکه چه دوی د پیغمبرانو آباوؤ - آدم علیه السلام دټولو انسانانو پلار دی اونوح علیه السلام روستو دغرق د قوم نوح نه دانسانانو پلار وؤ ټول نسل په دنیا صرف دده نه وؤ - ابراهیم علیه السلام پلار دانبیاؤ دی که بنی اسرائیل دی اوکه بنی اسماعیل دی اوعمران پلار دانبیاؤ دبنی اسرائیلو دی روستو د موسیٰ علیه السلام نه -
[۳۴] ولادت دلیل دعبدیت دی - د (ذُرِّيَّةً) اطلاق په اولاد اوپه جنس دانسانانو باندی هم کیږی - اوپه اوله معنیٰ دابدل دی نوحاً‌نه اوپه دهمه معنیٰ بدل دی د آدم نه -
[۳۵] په دی آیت کښی عجز او عبدیت دمور دمریم علیها السلام او دنیا دعیسیٰ علیه السلام ذکرکوی (۱) هغه داچه دوی اولاد اللّه تعالٰی نه غواړی - (۲) اودوی نذر په نوم د اللّه تعالٰی باندی کوی (۳) اودوی په اللّه تعالٰی زورآور نه دی - (۴) اوپناهی داولاد دپاره په اللّه تعالٰی سره غواړی اوپه غیبونه پوهیږی - نودوی الٰه نشی کیدی (مُحَرَّرًا) آزاد دکارونو ددنیا نه صرف ددین د ایزده کولو اود خورولو دپاره اوداسی نذرکول دهغوی په ملت کښی جائز وؤ اوزمونږ په ملت کښی نذر بغیردملک نه نه کیږی اومور اوپلار داولاد مالکان نه دی -
[۳۶] په دی کښی وضع دمریم او دهغی نوم کیخودل اوتعوذ ذکرکوی (رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا) داجمله په طریقه دافسوس سره ده (وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ) ما ابهامیه دی اشاره ده عظمت شان دمریم ته اوجمله معترضه ده اوتسلی ده موردمریم ته ا والف لام په الذکرالانثیٰ کښی دپاره دعهد دی هغه نارینه په شان ددی زنانه نشی کیدلی اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه داولاد دپاره نوم ژر ایخودل په کاردی (ذُرِّيَّتَهَا) په دی کښی جامعه دعاده چه یااللّه لوئی کړی اواولاد ورله ورکړی چه بچ وی دشیطان نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>