تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۹ آلِِ عِمٌران
إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿۵۱﴾ فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿۵۲﴾ رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ ﴿۵۳﴾ وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴿۵۴﴾
یقیناً اللّه تعالٰی رب ځما او رب ستاسو دی پس بندگی خاص کړئ هغه لره دا لارنیغه ده ﴿۵۱﴾
پس هرکله چه معلوم کړو عیسیٰ علیه السلام ددوی نه انکاراویل هغه، څوک امداد کوی ماسره په لارد اللّه تعالٰی کښی اویل اخلاصی ملگرو: مونږامدادیان یو داللّه تعالٰی دپاره ایمان رواړی دی مونږپه اللّه تعالٰی اوگواه شه ته چه یقیناً مونږ غاړه کیخودونکی یو (عمل ته) ﴿۵۲﴾
ای ربه ځمونږه ایمان راوړی دی مونږ په هغه څه تانازل کړی دی اوتابعداری کړی ده مونږ ددی رسول پس اولیکه مونږسره دمنونکودتوحید نه ﴿۵۳﴾
اوچلونه جوړکړه دوئ (دقتل دعیسیٰ علیه السلام) اوپت تدبیراوکړو اللّه تعالٰی (دهغه د بچ کولو) او اللّه تعالٰی غوره دتدبیرکؤونکو دی ﴿۵۴﴾
[۵۱] دا مسئله دتوحید ربوبیة اوالوهیت عیسیٰ علیه السلام بیان کړی ده ښکاره دلیل دی چه عیسیٰ علیه السلام معبود نه دی اواشاره ده چه توحید صراط مستقیم دی -
[۵۲] حواری هغه دوست ته ویلی کیږی چه مخلص وی زړه ئی سپین وی اوراز دار وی په حدیث کښی دهغی معنی ذکر کړی ده چه وَأَصْحَابٌ يَأْخُذُونَ بِسُنَّتِهِ وَيَقْتَدُونَ بِأَمْرِهِ - داسی ملگری چه عمل کوی په طریقه دنبی اواقتداء کوی دحکم دهغه - ددین دالٰهی په امداد سره انسان اللّه تعالٰی ته نیزدی کیږی ځکه ئی إِلَى اللَّهِ اوفرمایل (قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ) اشاره ده چه دانکار نه روستو مخالفینو د عیسیٰ علیه السلام دقتل ارادی اوکړلی نوپه داسی وخت (ماتحت الاسباب) انسان مخلص ملگروته محتاج وی هغه ددی وجی نه داسی اویل (مُسْلِمُونَ) اسلام روستو دایمان نه دلالت کوی دایمان په ښکاره کولوباندی په عمل کولوسره -
[۵۳] دادعا دحوارینو ده اوپه دی کښی ایمان اوتابعداری درسول وسیله گرځولی ده (الشَّاهِدِينَ) داسی په سوره مائده (۸۳) کښی ذکردی مراد دشاهدین نه شهادت کؤونکی دتوحید اودرسالت دی په هره زمانه کښی - یامراد ددی آخری امت دی په دلیل دسورة بقره (۱۴) سره -
[۵۴] مکرنه مراد دی گمراهئ ته دعوت ورکول اوپټی جرگی کول اوتدبیرونه جوړول دپاره دقتل د عیسیٰ علیه السلام اومکرداللّه تعالٰی نه مراد پټ تدبیرکول دپاره دبچ کولو د عیسیٰ علیه السلام (مَكَرُوا) ضمیراهل کفرته راجع دی ، مکرددوی داوؤ چه اول ئی په عیسیٰ علیه السلام په خپل مذهبی عدالت کښی حکم دالهاد اودقتل اوکړو بیائی شاه روم په عدالت کښی په هغه باندی دبغاوت او دپانسئ حکم اوکړو نوجیل ته ئی واچوؤ -