كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۲۱۶﴾ يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِنْدَ اللَّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۱۷﴾
فرض کړی شوی دی په تاسو باندی جنگ کول اوهغه بدښکاری ستاسو په طبیعت کښی اوکیدی شی چه بدبه ښکاری تاسوته یوشی (طبعاً) اوهغه به غوره وی تاسولره ، اوکیدی شی چه ښه گنړئ به تاسو یوشی اوهغه به بدوی تاسولره او اللّه تعالٰی پوهیږی اوتاسو نه پوهیږئ ﴿۲۱۶﴾
تپوس کوی دوی تانه په باره دمیاشت دعزت کښی دجنگ کولونه په هغی کښی اوایه چه جنگ کول په دی کښی لوی گناه دی اومنع کول دلاری د اللّه تعالٰی نه اوکفرکول په هغه اودمسجد حرام نه او ویستل دذمه دارودمسجد دهغی نه ډیرلوی گناه دی په نزد د اللّه تعالٰی اوشرک لوی گناه دی دقتل نه - اوهمیشه به وی چه جنگ کوی ستاسوسره تردی چه واپس کړی تاسو ددین ستاسونه که طاقت ئی اورسیږی اوڅوک چه واپس شو ستاسونه ددین خپل نه پس مړشو او دی کافروی پس دغه کسان برباد دی عملونه ددوی په دنیا اوآخرت کښی ، اودغه کسان اوروالا دی، دوی په هغی کښی همیشه وی ﴿۲۱۷﴾
[۲۱۶] دا دوهم حکم دی په دی کښی یوقانون ته اشاره ده چه خیراوشرپه خپل عقل باندی مه بناکوئ بلکه په شرع سره اوپیژنئ - بل دا رد دی په جاهلانو چه قتال بدگنړی اووائی داصرف خونریزی ده - (عَسَى) دطرف د اللّه تعالٰی نه دیقین دپاره وی اوپه دی آیت کښی دالضراء نمونه ذکر ده -
[۲۱۷] دادریم حکم دی چه دمبارک وختونو رعایت دشرع مطابق په کار دی اورددی په طریقه جاهلیت باندی چه کله به کمزوری وؤ نومیاشت دحرمت کښی قتال ئی گناه گنړلو او چه زورئی وو نوهیڅ رعایت ئی نه کوو - اوشرک اودمسجد حرام نه مؤحدین منع کول ورته گناه نه ښکاره کیدلو - اودی آیت کښی تخویف اخروی دپاره دمرتدینو ذکر شوی دی اوپه دی آیت کښی دزلزلوا نمونه ده یعنی دمخالفینو داعتراضونو ذکر دی اوپه دی کښی اشاره ده چه غټ گناه درد دپاره وړوکی گناه حسن لغیره اوگرځی اودلته دکافرانو شپږغټ کفریات او گناهونه ذکر دی (حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ) په دنیاکښی دحبط مطلب دادی چه لمونځونه اوحجونه وغیره ته ئی اعتبار نیشته اوپه آخرت حبط داچه ثواب برباد وی -