سَيَقُولُ ۷۸ اَلٌبَقَرَة

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللَّهِ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۱۸﴾ يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱۹﴾ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَى قُلْ إِصْلَاحٌ لَهُمْ خَيْرٌ وَإِنْ تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۲۰﴾

یقیناً‌ هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوهغه کسان چه هجرت ئی کړی دی اوجهاد ئی کړی دی په لارداللّه تعالٰی کښی دغه کسان امید لری درحمت داللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم والا دی ﴿۲۱۸﴾
تپوس کوی دوی تانه په باره دشرابو اوجوارئ کښی اوایه په دی دواړو کښی گناه ډیردی اوفائدی دی دپاره دخلقو - اوگناه ددی دواړو (نه چه پیداکیږی) زیات دی دفائدی ددی دواړونه اوتپوس کوی دوی ستانه چه څه شی دوی خرچ کړی؟ ته اووایه دزیاتی نه (خرچ کوئ) دغسی وضاحت کوی اللّه تعالٰی تاسوته داحکامو دی دپاره چه تاسو فکر اوکړئ ﴿۲۱۹﴾
په دنیا اوآخرت کښی اوتپوس کوی دوی ستانه په باره دیتیمانوکښی اوایه دفائدی کارددوی دپاره غوره دی اوکه گډ خرچ کوئ ددوی سره پس رونړه ستاسو دی ، او اللّه تعالٰی پیژنی ورانی کؤونکی داصلاح کؤونکی نه ، اوکه غوختلی اللّه تعالٰی نوتاسوبه ئی تکلیف کښی اچولی وی - یقیناً اللّه تعالٰی زورآوردی حکمت والا دی ﴿۲۲۰﴾


[۲۱۸] دی آیت کښی زیری دی ایمان والو او مهاجرینو اومجاهدینو ته په مقابله دمرتدینو کښی (يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللَّهِ) داجمله خبریه په معنیٰ دانشاء ده یعنی امید دی اوساتی -
[۲۱۹] داڅلورم حکم دی په باره دشرابوکښی اوجوارئ کښی - قانون پکښی دادی چه یوڅیزکښی فائده لږه وی اونقصان په کښی ډیروی لکه خمراومیسرنودهغی نه ځان ساتئ اویوڅیزکښی چه فائده ډیره اونقصان په کښی کم وی لکه انفاق فی سبیل اللّه نوهغه کوئ - اوپه دی رد دی په جاهلیت والو ، چه هغوی خمراومیسرفائدوته نظرکوی اونقصاناتوته نه گوری ځکه جواری کوی اوشراب څکی - خمر هرهغه شراب چه سکر(نشه) پیداکوی اودعقل پټ والی پیداکوی که هری مادی نه جوړه شوی وی - میسر، په دی کښی هرقسم جوارئ داخل دی (وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا) هغه گناهونه چه ددی دواړونه پیداکیږی - اکبرئی اویل اکثرئی نه دی وئیلی اشاره ده چه یوغټ گناه دبی شماره منافعونه بد (قبیح) دی (تَتَفَكَّرُونَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ) فکرددنیادادی څه مال دخپل ضرورت دپاره اوساتی ټول مه خرچ کوئ اوفکردآخرت دادی چه څه مال د اللّه تعالٰی دپاره خرچ کړئ -
[۲۲۰] داپنځم حکم دی په باره دیتیمانوکښی اورد دی په طریقه دجاهلیت باندی چه هغوی په یتیمانو ظلم کوو او دهغوی مال به ئی په دهوکه سره خوړ (الْمُفْسِدَ) هغه دی چه یتیمانو مال خوری په دهوکه دگډون سره (لَأَعْنَتَكُمْ) عنت لوئ مشقت او تکلیف ته وئیلی شی مرادترینه سخت حکم ورکول دی -