سَيَقُولُ ۷۶ اَلٌبَقَرَة

كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۲۱۳﴾ أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ ﴿۲۱۴﴾ يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿۲۱۵﴾

ؤو خلق یوډله (په توحید باندی پس مختلف شول) پس راولیږل اللّه تعالٰی پیغمبران زیری ورکوونکی (منونکوته) اوویره ورکؤونکی (نه منونکوته) اونازل ئی کړه په دوی باندی کتابونه په حقه سره دپاره ددی چه فیصلی اوکړی په مینځ دخلقو کښی په هغه څیز کښی چه دوی پکښی اختلاف کړی ؤو اواختلاف نه ؤو کړی په هغی کښی مگرهغه کسانو چه ورکړی شوی ؤو هغوی ته علم دکتاب روسته دهغی نه چه راغلل دوی ته ښکاره دلیلونه دوجی دضد ددوی په مینځ کښی - پس اخودل اللّه تعالٰی هغه کسانوته چه ایمان ئی راوړی ؤو هغه څیز چه اختلاف کړی ؤو (دی نوروخلقو) په هغی کښی چه هغه حق دی په حکم خپل سره او اللّه تعالٰی رسوی چالره چه اوغواړی نیغی لاری ته ﴿۲۱۳﴾
آیاگمان کوئ تاسوچه داخل به شئ‌ جنت ته اوتراوسه نه دی راغلی تاسوته په شان دحالاتو دهغه کسانو چه تیرشوی دی ستاسو وړاندی رسیدلی وؤ هغوی ته سختئ (مالی) اومرضونه اوجړقولی شوی وؤ تردی چه اویل رسول اوهغه چاچه ایمان ئی راوړی وؤ دده سره کله به راځی مدد د اللّه تعالٰی خبرشئ یقیناً‌ مدد د اللّه تعالٰی نزدی دی ﴿۲۱۴﴾
تپوس کوی دوی ستانه چه څومره شی (په چاباندی) خرچ کړی ته اوایه: څومره چه خرچ کوئ تاسودمال نه پس دپاره دمور اوپلار دی اوخپلوانو اویتیمانو اومسکینانواومسافرو اوهغه چه کوئ څه نیک کار پس یقیناً اللّه تعالٰی په هغی باندی پوهه دی ﴿۲۱۵﴾

[۲۱۳] دی آیت کښی ترغیب د جهاد او دعوت الی اللّه دی په ذریعه د کتاب اللّه سره اوتیرشوی آیت کښی چه کوم اختلاف ذکر دی دهغی دازالی طریقه په دی آیت کښی ذکر کوی چه داد انبیاؤ علیهم السلام طریقه ده مطلب دادی چه دآدم علیه السلام نه روسته تر یو وخته پوری ټول خلق په توحید باندی متفق وؤ- د ا رنگ د هر نبی په وخت کی چه هرکله مخالفین به په عذاب سره فنا شول نو باقی به په توحید باندی یو وؤ - بیا د نبی د فوات نه روستو به په هغوی کی اختلاف راغی - په دی کښی اشاره ده چه کتابونه د اللّه تعالٰی د اختلافی مسئلو دحل دپاره نازل شوی دی - اوآیت کی ذکر دی چه اختلاف چاکړی وؤ اوکله ئی کړی وؤ اوولی ئی کړی وؤ؟ (أُمَّةً وَاحِدَةً) ددی نه روستو لفظ د اختلافوا پټ مراد دی لکه چه په سورة یونس ۱۹ کی دی (مَعَهُمُ) په دی لفظ کی اشاره ده چه په هر یو نبی باندی کتاب مستقل نه وو نازل شوی بلکه دا یو کتاب به د نورو انبیاؤ سره وؤ (بَغْيًا بَيْنَهُمْ) ضد اوعناد ددوی دانبیاؤ سره نوبینهم او بین الانبیاء عبارت مراد دی یاداچه دغه بغی ددوی په مینځ کښی ترقی کړی ده -
[۲۱۴] دا هم ترغیب دی جهاد ته په تکالیفو تیرولو سره (مَثَلُ) نه مراد تکلیفونه دی - تکالیف دری قسمه دی یومالی تکلیفونه هغی ته باسأء وائی - دوهم بدنی تکالیف دی ته ضراء وائی - دریم دمخالیفونو دطرف نه کنځل ، بدنامی، مکرونه دی ته (زُلْزِلُوا) کښی اشاره ده - مطلب دادی چه رسول اومؤمنانو په ډیری عاجزئ‌ طلب کوو دمددد اللّه تعالٰی د اللّه تعالٰی نه ئی شکایت نه کوؤ (مَتَى نَصْرُ اللَّهِ) دپاره دطلب دی مقصد په دی کښی طلب دمدد د اللّه تعالٰی دی ناامیدی کول نه دی ځکه چه انبیاء اوصحابه دمدد د اللّه تعالٰی نه ناامیدی نه کوی (أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ) داتسلی ده دطرف د اللّه تعالٰی نه -
[۲۱۵] ددی آیت نه دریم باب دی تر (۲۴۲) پوری - په دی کښی اتلس احکام دی دپاره دتدبیردکورنئ اورد دی په رسمونودجاهلیت باندی په باره دمال خرچ کولو اوطلاق اورجوع وغیره کښی - په دی آیت کښی اول حکم دی بیان دمصارفو دانفاق اورددی په رسم دجاهلیت چه هغوی بی ځایه مالونه خرچ کول - اودا انفاق واجب دی په وخت داحتیاج ددوی کښی اودمالی طاقت دخرچ کؤونکی کښی - اوپه دی آیت کښی دبأساء نمونه ذکر ده -