هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ يَأْتِيَهُمُ اللَّهُ فِي ظُلَلٍ مِنَ الْغَمَامِ وَالْمَلَائِكَةُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ ﴿۲۱۰﴾ سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُمْ مِنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ وَمَنْ يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲۱۱﴾ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۲۱۲﴾
انتظار نه کوی دوی مگرددی چه راشی دوی ته اللّه تعالٰی په سوروکښی دوريځونه اوملائک پوره شی کارد عذاب ددوی ﴿۲۱۰﴾
تپوس اوکړه دبنی اسرائیلو نه چه څومره ورکړی دی مونږدوی ته نعمتونه ښکاره (پس دوی بدل کړه) اوچاچه بدل کړو نعمت د اللّه تعالٰی (په ناشکرئ) روسته دهغه نه چه راغلل ده ته - پس یقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکؤونکی دی ﴿۲۱۱﴾
ډولی کړی شوی دی هغه کسانوته چه کفرئی کړی دی ژوند دنیوی، اوټوقی کوی دوی په ایمان والوپوری ، اوهغه کسان چه بچ دی د شرک نه پورته به وی ددوی نه په ورځ دقیامت او اللّه تعالٰی رزق ورکوی چاله چه اوغواړی بی حسابه ﴿۲۱۲﴾
[۲۱۰] داتخویف دنیوی دی (يَنْظُرُونَ) داپه معنیٰ دانتظار کولو دی (يَأْتِيَهُمُ اللَّهُ) راتلل د اللّه تعالٰی د متشابهاتو نه دی یعنی ظاهری حقیقی معنیٰ ئی واضح ده خوبغیر د تشبیه او تمثیل نه اوبغیر دتاویل او تحریف نه (وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ) یومعنیٰ داده چه ټول عملونه ورگرځی به اللّه تعالٰی ته په ورځ دقیامت دپاره دحساب - دوهمه معنیٰ داده چه نن مشرکان دبعضی کارونو نسبت خپلو معبودانوته کوی - نوپه ورځ دقیامت به دوی ددی کارونو نسبت صرف اللّه تعالٰی ته کوی -
[۲۱۱] دی آیت کښی نمونه دعذاب دنیوی ده اودهغی سبب ذکرکوی (آيَةٍ بَيِّنَةٍ) مراد ددی نه نعمتونه دی چه ددی سوره په اول کښی (دبنی اسرائیلوپه ذکر) کښی تیرشویدی لیکن هرنعمت معجزه او دلیل دی ددی وجی نه ئی دی ته آیت اُویل (وَمَنْ يُبَدِّلْ) مراددی نه دنعمت ناشکری کول دی -
[۲۱۲] په دی آیت کښی بیان دسبب دنعمت بدلولو دی چه هغه تزیین ددینوی مالونو اوژوند دی - اوجواب اوسوال دی چه کافران ولی په مزوکښی دی (زُيِّنَ) مجهول ئي اویل نوکله نسبت اللّه تعالٰی ته کیږی په اعتباردخالقیت سره اوکله شیطان ته په اعتبار دوسوسو سره (وَيَسْخَرُونَ) دادوجی دتکبرنه دی (فَوْقَهُمْ) یعنی اوچت والی دجنت په کاردی خوهغه په تقویٰ سره حاصلیږی (وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ) په دی کښی ډیرتوجیهات دی اول داچه من یشاء عام خلق مراد دی اورزق نه مراد رزق دنیوی دی اوحساب نه مراد ډیر دی دوهم داچه من یشاء نه مراد مؤمنان دی اوحساب نه مراد گمان کول دی دریم من یشاء نه مراد مؤمنان دی اورزق دجنت مراد دی چه هغه بی حسابه دی -