وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۲۰۶﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿۲۰۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۲۰۸﴾ فَإِنْ زَلَلْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۰۹﴾
او کله چه اُویلی شی ده ته اویریږه د اللّه تعالٰی نه اونیسی ده لره غیرت په گناه کولو پس پوره دی ده لره جهنم ، اوخامخا بددی ځای تیارکړی شوی (داجهنم) ﴿۲۰۶﴾
اوبعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه خرڅوی ځان خپل دپاره دطلب درضا د اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی ډیرمهربان دی په بندگانو خپلو ﴿۲۰۷﴾
ای ایمان والو داخل شئ په اسلام کښی پوره او مه ځئ په قدمونودشیطان پسی ، یقیناً شیطان ستاسو دشمن ښکاره دی ﴿۲۰۸﴾
پس که چیری اوخوئیدلی تاسو روستو ددی نه چه راغلی دی تاسوته ښکاره حکمونه پس پوهه شئ چه یقیناً اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالا دی ﴿۲۰۹﴾
[۲۰۶] په دی کښی یوصفت ذکردی اوتخویف اخروی دی (أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ) عزت په معنیٰ دغیرت نفسانی دی اوباپه معنیٰ دعلٰی ده یعنی په گناه کولو غیرت شروع کړی یعنی پوخ شی په گناه کولوباندی یاباسببیه ده په سبب دگناه دزړه دهغه منع کړی دی دوی لره غیرت دقبلولو دنصیحت نه (وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ) مهاد هغه ځای ته وئیلی شی چه دمیلمه دآرام دپاره تیارکړی شی نوجهنم دپاره ئی دالفظ تهکماوئیلی دی یادمهاد نه مراد هغه ناکاره عملونه دی چه دوی ځان دپاره تیارکړی دی -
[۲۰۷] په دی کښی څلورم قسم دخلقو ذکر دی هغه ډیرنیک بخت دی چه هغه خپل بدن د اللّه تعالٰی درضادپاره قربانی کوی اوهغه مجاهد فی سبیل اللّه دی - په طریقه د دعوت الی اللّه یا قتال فی سبیل اللّه سره (يَشْرِي) په معنیٰ دبیع سره دی اومراد ترینه خرچ کول اوقربان کول دی دځان -
[۲۰۸] دی آیت کښی ترغیب دی ټول دین اسلام قبول کولو ته یعنی حج وغیره ټول عبادات دینیه دبدعاتو نه پاک اوساتئ حکم دی چه په ځان کښی پوره اسلام جاری کړئ په عقائدو، عباداتو، معاملاتو، غمونواوښادووغیره کښی څوک چه بعضی کارونه داسلام کوی اوبعضی کارونه دمشرکانو اوکافرانو او بدعتیانو هم کوی نوددی آیت نه مخالف دی (خُطُوَاتِ) کفریات شرکیات بدعات مراد دی -
[۲۰۹] دازورنه هغه چاته چه پوره اسلام کښی نه داخلیږی (زَلَلْتُمْ) خویدل که قصداً وی اوکه جهلاً خودلته اوله طریقه مراد ده -