أُولَئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِمَّا كَسَبُوا وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۲۰۲﴾ وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَنْ تَأَخَّرَ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۰۳﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ ﴿۲۰۴﴾ وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ ﴿۲۰۵﴾
دغه کسان دوی لره برخه ده دوجی دهغه عملونو چه دوی کړی دی او اللّه تعالٰی زرحساب کؤونکی دی ﴿۲۰۲﴾
اویادکړئ اللّه تعالٰی په ورځ شمارلی شؤو کښی پس چاچه تلواراکړو په (پوره کولو) دؤو ورځوکښی پس نیشته گناه په ده باندی ، داهغه چالره چه ویره کوی داللّه تعالٰی نه ، اوپوهه شئ چه یقناً تاسو خاص هغه ته به جمع کړئ شئ ﴿۲۰۳﴾
اوبعضی دخلقونه هغه دی چه حیرانه وی تالره وینا دهغه په باره دژوند دنیوی کښی ، اوگواه کوی اللّه تعالٰی لره په هغه څه چه دده په زړه کښی وی اودی سخت جگړماردی ﴿۲۰۴﴾
اوکله چه لاړشی ستاسونه کوشش کوی په ځمکه کښی دی دپاره چه ورانی اوکړی په ځمکه کښی اوتباه کوی فصل او نسل او اللّه تعالٰی نه خوښوی فساد ﴿۲۰۵﴾
[۲۰۲] داآیت ددواړه سره تعلق لری (وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ) حدیث سره ثابت ده چه اللّه تعالٰی به دټول مخلوق سره حساب ختم کړی ستاسو دورځ ترنیمی پوری -
[۲۰۳] دی آیت کښی شپږم حکم دی دحج - دری ورځی (یولسم، دولسم او دیارلسم) په منیٰ کښی گټی ویشتل اوپه هغی باندی اللّه اکبروئیل اوپه دی آیت کښی رد دی په هغه چاچه (دریمی ورځی ویشتلو) ته واجب وائی یاورته حرام وائی بلکه هرحکم په خپل ځای پوری منل په کاردی - ددی نه معلومه شوه چه یومستحب کارواجب اوگرځوی یائی حرام اوگرځوی نوداناجائز دی په دی وخت کښی دتعصب اودجهل په وجی سره داسی ډیربدعات پیدا شوی دی (لِمَنِ اتَّقَى) یعنی دا احکام فائده ورکوی صرف تقویٰ والا دپاره چه داکارونه دوجی دتقویٰ نه کوی نه دوجی دعادت یا ریا نه -
[۲۰۴] په دی آیت کښی دریم قسم دخلقو دی دحج سره خاص نه دی ځکه ئی دهغه مخکنو قسمونونه روستوجداذکر کړو ډیربدبخت اودهغه اووه صفات ئی ذکر کړی دی - په دی آیت کښی دهغه نه دری صفات ذکر دی (فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) یعنی ددنیوی معاملاتوپه باره کښی ډیرچالاک دی لکه تجارت یا دنیوی سیاست (وَيُشْهِدُ) یعنی څه دعویٰ کوی نوپه هغی قسم کوی په دروغه طریقه لکه وائی قسم باللّه چه ځما ستاسره محبت دی اوحال داچه هیڅ محبت ئی نه وی (وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ) د اللّه تعالٰی اودهغه رسول اوددین اسلام سخت دشمن دی اوجگړمار دی -
[۲۰۵] دی آیت کښی نوردری قبایح ذکر دی اود تَوَلَّى یومعنیٰ چه والی اواختیارمند دڅه حکم گرځیدل - دوهمه معنیٰ چه ستاسو دمخی اومجلس نه مخ اوگرځوی (لِيُفْسِدَ فِيهَا) هرقسم فساد ته شامل دی شرک کفر مخالفت دقرآن اورسول دپاره کوشش کول (الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ) فصلونه دخلقو سیزی غلائی کوی یادحرث نه مراد زنانه دی او وَالنَّسْلَ، مراد ترینه بچی دعامو حیواناتو دی اوقتل دبچودانسانانو په کښی خاص دی اوددی وخت نسل کشی (منصوبه بندئی) ته هم شامل دی -