سَيَقُولُ ۷۲ اَلٌبَقَرَة

لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِنْ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ ﴿۱۹۸﴾ ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۹۹﴾ فَإِذَا قَضَيْتُمْ مَنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا فَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ﴿۲۰۰﴾ وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿۲۰۱﴾

نیشته په تاسوباندی گناه چه طلب کړئ فضل درب خپل نه (په تجارت سره) پس کله چه واپس شئ تاسودعرفات نه پس یادوئ اللّه تعالٰی دمشعرحرام په خواکښی اویادوئ اللّه تعالٰی په هغه طریقه چه خودنه کړی ده تاسوته اللّه تعالٰی - اواگرچه وئ تاسو ددینه مخکښی خامخادناخبرونه ﴿۱۹۸﴾
بیا (واورئ) راواپس شئ دهغه ځای نه چه واپس کیږی نورخلق اوبخنه غواړئ‌ د اللّه تعالٰی نه ، یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم والا دی ﴿۱۹۹﴾
پس کله چه پوره کړئ‌ تاسو احکام دحج پس یادوئ اللّه تعالٰی په شان دیادولو ستاسوپلاران خپل بلکه زیات یادول (داللّه تعالٰی) پس بعضی دخلقو نه هغه دی چه وائی ای ربه ځمونږ راکړی مونږته په دنیاکښی (چه څه راکوی) اونیشته ده لره په آخرت کښی هیڅ برخه ﴿۲۰۰﴾
اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه وائی ای ربه ځمونږ راکړی مونږته په دنیاکښی خوشحالی (په نیک عمل سره) اوپه آخرت کښی خوشحالی (په جنت سره) اوبچ ساتی مونږ دعذاب داورنه ﴿۲۰۱﴾

[۱۹۸] په دی کښی دریم حکم دی - تجارت جائز دی کله چه توښه ختم شی - دپاره ددی چه دسوال نه منع شئ رددی په هغه چاچه په موسم دحج کښی ئی تجارت حرام گنړلو اوسوال ئی جائز گنړلو - اووقوف په مزدلفه د مشعرحرام سره دی خو روستو دافاضی دعرفات نه -
فائده: په دی آیت کښی امردذکر دوه کرته دی دیوڅو فائدو دپاره (۱) ډیرذکرته اشاره ده (۲) اول ذکردصبادمزدلفی او دوهم ذکر دشپی جمع ده د دوؤ لمونځونو- ماښام او ماسختن (۳) اول ذکرکول اودوهم طریقه دذکر -
[۱۹۹] په دی کښی څلورم حکم دی وقوف په عرفات باندی داپه عمل کښی دوقوف دمزدلفی نه وړاندی دی نوثم دپاره دتعقیب ذکر دی په دی کښی رد دی په رسم دجاهلیت باندی چه قریش قبیله به دعرفی په ورځ عرفات نه تلل وئیل ئي چه مونږشریف اوبهادر خلق یو - په دی کښی مونږدنورو خلقوپه شان نه یو دحرم نه بهرنه اوخو اوځمکه دعراف دحرم نه بهرده -
[۲۰۰] په دی کښی پنځم حکم دی وقوف په منیٰ کښی اوجمره عقبه په اووه گیټوسره ویشتل اواللّه اکبروئیل داپه ورځ دنهرکښی - په دی آیت کښی رد دی په طریقه دجاهلیت چه هغوئ‌ به په منیٰ کښی خپل مشران یادول په لوئی سره - اودارنگ په تکلیف کښی به ئی خپل مشران اوبزرگان یادول - نواللّه تعالٰی اوفرمائیل چه اللّه تعالٰی یادوئ اومشران مه یادوئ - اوداهم مطلب کیدی شی لکه چه څوک خپل پلار یو منی شرکت نه منی دارنگ یو اللّه تعالٰی منئ شریک ورسره مه منئ - اودی آیت کښی اول قسم دخلقو ذکر شو چه هغه بدبخت دی صرف دنیا دپاره حج کوی - دحج په وخت صرف داللّه تعالٰی نه دنیا غواړی -
[۲۰۱] په دی کښی دوهم قسم خلق ذکر شول نیک بخت دی چه دنیا او آخرت غواړی (حَسَنَةً) ښایسته ژوند دادی چه دآخرت اودین دپاره خرچ کړی شی اودی ته توفیق دنیکئ‌ هم وئیلی شی - (وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً) ددی نه مراد جنت دی -