سَيَقُولُ ۷۱ اَلٌبَقَرَة

الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۹۴﴾ وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۹۵﴾ وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَنْ لَمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۱۹۶﴾ الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۱۹۷﴾

(بی عزتی) دمیاشت دعزت په بدل (دبی عزتئ) دمیاشت دعزت کښی ده اونور عزتونه بدلی والا دی ، پس چاچه زیاتی اوکړو په تاسوباندی پس زیاتی اوکړئ په هغه باندی په شان دهغی چه زیاتی کړی دی په تاسو باندی او اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوپوهه شئ‌ یقیناً‌ اللّه تعالٰی خاص ملگری دمتقیانو دی ﴿۱۹۴﴾
اوخرچ کوئ په لارد اللّه تعالٰی کښی اومه غورځوئ ځانونه په خپلو لاسونوهلاکت ته او ښایسته عمل کوئ یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه کوی دښایسته عمل کؤونکو سره ﴿۱۹۵﴾
اوپوره کړئ عمره اوحج خاص اللّه تعالٰی لره ، پس که منع شوئ تاسو (دپوره کولونه) پس هغه چه آسان وی دقربانئ نه (لازم ده) اومه خرئي سرونه خپل ترهغی چه اورسی قربانی ځای دحلالی خپل ته، پس څوک چه وی ستاسونه ناجوړه یاپه هغه باندی تکلیف وی دسرنه پس (په ده باندی) بدله دروژو ده (دری) یاصدقه (دشپږمسکینانو) یاقربانی ده - پس کله چه په امن شئ تاسوچاچه فائده واخیسته په عمره کولود حج سره ، پس هغه چه آسان وی دقربانئ نه (لازم ده) پس چاچه اونه مونده (قربانی) پس روژی دی ددریوورځو ، په ورځودحج کښی اواووه ورځی کله چه واپس شئ‌ دالس ورځی پوره دی (په بدله دهدی کښی) داحکم هغه چالره دی چه نه وی دهغه ټبردیره په مسجدحرام کښی اواویریږی داللّه تعالٰی نه اوپوهه شئ چه یقیناً‌ اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکؤونکی دی ﴿۱۹۶﴾
وخت داحرام دحج میاشتی مقرر دی ، پس چاچه فرض کړوپه ځان باندی په دی میاشتو کښی حج پس دښځو خبری دی نه کوی او نه دی گناه کوی اونه دی جگړه کوی په حج کښی ، اوهغه چه کوئ تاسونیک کار پوهه دی په هغه اللّه تعالٰی ، اوتوښه واخلئ‌ دځان سره پس یقیناً‌ غوره توښه ځان ساتل (دسوال اودگناه نه) او اویریږئ ځمانه ای صفاعقل والو ﴿۱۹۷﴾

[۱۹۴] په دی کښی هم اداب دقتال ذکرکوی شهرحرام څلورمیاشتی دی ، ذوالقهده، ذوالحجه ، محرم، رجب نوپه دی کښی شروع دقتال منع ده (وَالْحُرُمَاتُ) مطلب دادی چه چا دبل چا بی حرمتی اوکړه بدنی یامالی وغیره نودهغی بدله په شرع کښی شته (فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ) مثلاً‌ په شهرحرام کښی دشمن قتال تاسو سره شروع کړی دایو اعتداء ده (فَاعْتَدُوا) مراد ددی نه دهغه نه بدله اخیستل دی بغیردزیادت نه لیکن دلته ئی اعتداء‌ مشاکلةً اوئيل (مَعَ الْمُتَّقِينَ) دا معیت خاصه دی په معنیٰ دنصرت اوامداد کولو سره -
[۱۹۵] داهم دلوازماتو دقتال نه دی ځکه چه بغیردانفاق نه قتال نشی کیدلی (وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ) ځان هلاکت مه غورځوئ په پریخودلو د جهاد اوخرچ فی سبیل اللّه تعالٰی سره ځکه چه دا دواړه پریخودلی شی نودشمنان به په مسلمانانو غالب شی نومسلمانان به هلاک کړی (أَحْسِنُوا) دتوحید په عقیده اوپه طریقه د سنت عمل کولوته احسان دعمل وائی - یعنی قتال او انفاق په اخلاص او اتباع سنت سره کوئ -
[۱۹۶] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۲۱۴) پوری په دی کښی مسئله دحج او دهغی شپږاحکام اوڅلورقسمه خلق ذکرکوی اودری ترغیبات جهادته (وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ) یعنی قتال ددی دپاره اوکړئ چه مقام دحج دکافرانو دقبضی نه آزاد شی اوپوره حج پکښی کولی شئ پوره کول دادی شرک پکښی نه وی - بدعات اوفسق وفجور پکښی نه وی - او د لِلَّهِ دا معنیٰ ده چه حج یوه میله مه گنړئ‌ اودریا دپاره مه کوئ - په دی آیت کښی اول حکم دی حکم داحصار اوبیا داتمام اودهدی اوتمتع په کښی ذکردی - احصار دادی چه دحج یا دعمری دپاره احرام اوتړلی شی اوبیا دشمن یا دمرض دوجی نه دهغی ارکان نشی پوره کولی (وَلَا تَحْلِقُوا) یعنی دبدن نه ویخته اخیستل په احرام کښی جائزنه وی نوچه داسی جنایت اوکړی اگرچه دعذر دوجی نه وی نوهم فدیه لازم ده (مَحِلَّهُ) مراددی نه هغه مکان دی چه په هغی کښی دهدی ذبح کول واجب دی (أَذًى مِنْ رَأْسِهِ) په سرکښی سپږی شوی وی یادرد وی (تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ) یعنی اول کارونه دعمری اوکړئ اوورپسی دحج کارونه اوکړئ‌ داتمتع اوقرآن دواړوته شامل دی (ذَلِكَ لِمَنْ) ذالک اشاره ده تمتع کولوته اوپه نزد بعضی علماؤ راجع دی وجوب دهدی ته (الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ) مراددی نه ټول حرم مکه دی -
[۱۹۷] په دی آیت کښی دوهم حکم ذکر دی وخت داحرام دحج، محرمات په حج کښی اوتوښه (الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ) یعنی وخت داحرام دحج میاشت دشوال اوذوالقعده اولس شپی دذوالحجه دی - (فَرَضَ) په ځان باندی فرض کړی په احرام تړلوسره (رَفَثَ) دښځی دجماع او دجماع داسبابو خبری کوی یعنی شهوانی خبری کول یا آوریدل منع دی نودادحج نه علاوه هم منع دی لیکن دحج په حالت کښی ډیرگناه دی (وَتَزَوَّدُوا) دا ادب دسفردحج دی ددی مقصد دادی چه حج ذریعه دسوال مه گرځوئ - (التَّقْوَى) دومره توښه چه انسان دسوال نه بچ ساتی یانفس تقویٰ اخروی توښه اوگرځوئ -