وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۱۹۰﴾ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ ﴿۱۹۱﴾ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۹۲﴾ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ ﴿۱۹۳﴾
اوجنگ کوئ په لارداللّه تعالٰی کښی دهغه چاسره چه جنگ کوي تاسوسره اومه تیریږی دحدنه، یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی دحد نه تیریدونکو سره - ﴿۱۹۰﴾
اووژنئ دوی هرځای چه اومومئ دوی - اواوباسئ دوی دهغه ځای نه ویستلی ئی تاسو اوشرک ډیرسخت گناه دی دقتل نه، اوجنگ مه کوئ ددوی سره دمسجدحرام په خواکښی ترهغی چه جنگ شروع کړی تاسوسره په هغی کښی، پس که چیری جنگ شروع کړو دوی تاسو سره پس وژنئ دوی دغسی سزادکافرانو ده ﴿۱۹۱﴾
پس که منع شول دوی د (شرک نه) پس یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی رحم والا دی ﴿۱۹۲﴾
اوجنگ کوئ ددوی سره ترهغی پوری چه پاتی نشی زور دکافرانو ، اوشی زور ددین د اللّه تعالٰی - پس که دوی منع شول (دجنگ نه) پس زیاتی کول نیشته مگرپه ظالمانوباندی ﴿۱۹۳﴾
[۱۹۰] په دی کښی اعلان دجنگ او فرضیت دقتال دی (الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ) مراد ددی نه نوجوانان دی چه دقتال کولو قدرت لری یامراد ددی نه محاربین دی چه ذمیان نه دی (وَلَا تَعْتَدُوا) معنیٰ داده چه بوډاگان اوزنانه او واړه بچی مه وژنئ اوپه جهاد کښی دآدابو شرعیو خلاف مه کوئ (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ) محبت کول یانه کول داللّه تعالٰی صفت دی بغیردتشبیه اوتمثیل نه دخلقو سره اوبغیردتاویل دثواب ورکولو او عذاب ورکولو نه -
[۱۹۱] په دی کښی نورآداب دقتال ذکرکوی اومقصد دقتال ذکرکوی چه قتلول اودوطن نه ویستل دی (فِتْنَةُ) یومعنیٰ شرک او کفر ده یعنی شرک دقتل دهغه نه لوئ گناه دی بله معنیٰ مؤمن په زور سره اړول دایمان نه داسخته ده په مؤمن باندی دهغه دوژلونه - اوپه دی آیت کښی حکم دحرم مکه ذکرشوی دی چه په هغی کښی شروع کول دجنگ منع دی -
[۱۹۲] په دی کښی ترغیب دی توبه کولو ته - یعنی په توبی سره گناه معاف شو نوقتال هم ختم شو -
[۱۹۳] په دی آیت کښی دجنگ فائده بیان کړی ده په (حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ) حتی په معنیٰ د کی (دپاره) او فتنه نه معنیٰ اړول دمؤمن دی دایمان نه په زور سره (وَيَكُونَ الدِّينُ) مراد ددی نه غلبه ددین داسلام ده په نورو دینونوباندی اوپه سورة انفال (۳۹) کښی حتی دپاره دغائی دی او فتنة په معنیٰ دشرک سره ده -