وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۸۸﴾ يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَى وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۸۹﴾
او مه خورئ مالونه دیوبل په کورنئ کښی په ناروا طریقی سره، او مه ورکوئ دا مالونه حاکمانوته (په رشوت سره) دپاره ددی چه اوخورئ یوه ټکړه دمالونو د خلقو په گناه سره او تاسو پوهیږئ ﴿۱۸۸﴾
تپوس کوی دوی ستانه په باره دمیاشتوکښی ، اوایه: دادوخت مقررکولودی دپاره خلقو دپاره اودپاره دحج - اونه ده نیکی چه راځئ تاسوکورونوته دشاگانودهغونه، اولیکن نیکی (نیکی) دهغه چاده چه ویره کوی داللّه تعالٰی نه ، اوراځئ کورونوته ددروازو دهغی نه او اوویریږئ داللّه تعالٰی نه (په حکم منلوسره) دی دپاره چه بچ شئ ﴿۱۸۹﴾
[۱۸۸] په دی آیت کښی دسیاست څلورم حکم دی چه مالونه په حرامه طریقی سره مه خورئ، غصب، سود، غلا، رشوت، حیلی، رسمونه بدعات د ا ټول باطل دی (وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ) ددی په اول کښی لا، مراد دی، بها ضمیرمالونو ته راجع دی یعنی مه رسوئ مالونه خپل حاکمانوته په طریقه د رشوت - (لِتَأْكُلُوا) یعنی رشوت دیته وئیلی شی چه پردی مال یا حق په هغی سره حاصلول مقصود وی هان که یوانسان دخپل مال یاحق حاصلولو دپاره حاکم ته مال ورکوی نو د ورکوؤنکی د طرف نه رشوت نه دی او اغستونکی دپاره حرام دی -
[۱۸۹] په روژه کښی دمیاشت دحساب اعتباردی ځکه چه په دی ان پړ خلق هم پوهیږی - د لمر دحساب اعتبارنیشته اودارنگ په حج کښی هم - ددی وجی نه دمیاشتو حساب کول فرض کفائی دی - صحیح داده چه داتپوس صحابوکړی وو چه ددی حکمت څه دی؟ نوجواب اوشوپه بیان دحکمت سره (وَالْحَجِّ) دحج خاص ذکرئی ځکه اوکړو چه عرب جاهلیت والو په حج کښی دنسی رسم جوړکړی وؤ اووخت هغی ئی بدلوؤ لکه سوره توبه کښی ذکر دی (وَلَيْسَ الْبِرُّ) داپه حج کښی دجاهلانویورسم دی - چه دحج نه په واپسئ کښی دکور یا دخیمی دشانه به داخلیدل اودابه ئی ثواب گنړو -
دادلیل دی چه کوم عمل شرع کښی ثابت نه وی نوهغه عمل ته ثواب ویل بدعت دی داسی قرطبی وئیلی دی -