وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ﴿۱۸۶﴾ أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۱۸۷﴾
اوکله چه تپوس اوکړی ستانه بندگان ځما په باره ځماکښی (پس ورته اوایه ځما دطرف نه ) چه یقیناً زه نیزدی یم، قبلوم دعا ددعاکؤونکی کله چه دعا غواړی ځمانه پس اودمنی حکمونه ځما، اویقین دکوی (په دعاقبلولو) ځماددی پاره چه ورسی مقصد خپل ته ﴿۱۸۶﴾
حلال کړی شوی ستاستودپاره په شپه دروژه نیولوکښی یوځای کیدل دبیبیانو خپلوسره دوی جامی دی تاسولره اوتاسوجامی ئی دهغوی دپاره، پوهه دی اللّه تعالٰی چه یقیناً تاسوپه نقصان کی اچولی وی ځانونه خپل (که داحکم ئی باقی پریخودی وی) پس آسانتیاراوسته په تاسواوفراخی راوسته ستاسونه، پس اوس نزدیکت کوئ ددوی سره اوطلب کړئ هغه شی چه مقررکړی دی اللّه تعالٰی تاسوله اوخورئ او څکئ ترهغی پوری چه ښکاره شی تاسوته تارسپین دتار تورنه دصبانه بیاپوره کړئ روژی ترشپی پوری اونزدیکت مه کوئ ددوی سره اوحال داچه تاسو اعتکاف کؤونکی يئ په جماعتونوکښی، داپولی د اللّه تعالٰی دی پس مه نزدی کیږئ دی ته دغسی بیانوی اللّه تعالٰی احکام خپل خلقوته دی دپاره چه دوی متقیان شی ﴿۱۸۷﴾
[۱۸۶] په دی آیت کښی څلورم حکم دی چه روژه سبب دنزدیکت د اللّه تعالٰی دی اودنزدیکت په وخت کښی دعا ښه قبلیږی -
فائده ۱: داآیت دلیل دی چه بغیردشرعیت ځایونونه نورواوقاتوکښی ذکرپه جهرسره کول منع دی -
فائده ۲: په دی آیت کښی ددعا د قبلیدلودری شرطونه ذکر دی (۱) (إِذَا دَعَانِ) چه داللّه تعالٰی نه غواړی شرک ورسره نه کوی (۲) د اللّه تعالٰی حکمونه منل او عمل کول (۳) یقین کول چه اللّه تعالٰی قبلوونکی دی - (فَلْيَسْتَجِيبُوا) استجابت پوره حکم منلوته وئیلی شی اواجابت صرف جواب کول دی (وَلْيُؤْمِنُوا بِي) ددی ایمان نه مراد یقین کول چه اللّه تعالٰی دعاقبلوی ددی وجی نه دائی داستجابت نه روستو ذکر کړی دی - (أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ) داجابت دپاره څلورطریقی دی اول حاجت پوره ورکول - دوهم دبل حاجت پوره کول - دریم مصیبت لری کول، څلورم ثواب ورکول -
[۱۸۷] په دی آیت کښی پنځم حکم دی دروژی دشپی اود ورځی حکم اومسئله داعتکاف ده (أُحِلَّ لَكُمْ) داحکم دشپی دی (الرَّفَثُ) هرقول اوعمل چه دزنانه سره کیږی دلته مراد زنانه سره یوځای کیدل دی (لِبَاسٌ) لکه جامه چه پرده ده اوزینت دی اوعزت دی اوبدن سره لازم ده دارنگ ښځه خاوند دیوبل دپاره دی (كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ) یعنی بعضی صحابه کرام خطا شول چه روستو دخوب کولو خپلی زنانه ته نزدی شول اودامنع وؤ دی ته خیانت وئیلی شی لیکن اللّه تعالٰی معاف کړل یامراد داچه که دغه حکم ئی ستاسودپاره پاتی کړی وی نوتاسوبه ځان خیانت کښی اچولی وی (فَتَابَ) په اوله معنیٰ مرادتوبه قبلول دی اوپه دوهمه معنیٰ تخفیف راوستل دی اودعفو نه مراد وسعت دحکم دی (مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ) هغه چه مقررکړی وی اللّه تعالٰی - یعنی نیت داولاد کوئ - اوبله معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی حلال کړی دی تاسولره یعنی په نزدیکت کښی هغه طریقه اوادب کوئ کوم چه شرع کی جائزکړی شوی دی - (الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ) مراد ددی فجر صادق دی چه په شان دسپین تار په مشرق طرف کښی دشپی دتوردپاڅه ښکاره کیږی او يَتَبَيَّنَ کی اشاره ده فجرصادق ته اوهرچه فجرکاذب دی نوپه هغی کښی تبین نه وی (فِي الْمَسَاجِدِ) اشاره ده چه اعتکاف ټول مساجدو کښی جائزدی هان په دری مساجدو کښی (مسجدحرام، مسجدنبوی او مسجد اقصیٰ) کښی افضل دی اودزنانه اعتکاف هم په مسجد کی ضروری دی لکه چه سنت سره هم ثابت دی -