سَيَقُولُ ۶۷ اَلٌبَقَرَة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۸۳﴾ أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۸۴﴾ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۸۵﴾

ای ایمان والو فرض کړی شوی دی په تاسوباندی روژی نیول لکه چه فرض کړی شوی دی په هغه کسانوچه تاسو نه مخکښی ؤو دی دپاره چه پرهیزگار شئ ﴿۱۸۳﴾
روژی (اونیسئ) څو ورځی شمارلی شوی، پس څوک چه وی ستاسونه مریض (ناجوړه) یاوی په سفرباندی پس (په ده باندی) شمارل دی دورځونورونه ، اولازم ده په هغه کسانوباندی چه په ډیرتکلیف سره نیولی شی روژه بدله خوراک دیو مسکین، پس چاچه په خوشحالئ نیکی اوکړه پس داغوره ده ، ده لره اوروژی نیول ډیرفائده مند دی تاسرلره که تاسوپوهیږئ ﴿۱۸۴﴾
میاشت درمضان هغه ده چه نازلیدل شروع شو په هغی کښی دقرآن چه لارخودونکی دی ټولوخلقوته اوښکاره احکام دی دهدایت (مخکنی) اودجدائی کؤونکی دحق اوباطل - پس څوک چه حاضر شو ستاسونه دی میاشت ته پس خامخا روژه دی اونیسی اوهغه څوک چه وی ناجوړه یا وی په سفرباندی پس په ده باندی شمارل دی دورځونورونه ، غواړی اللّه تعالٰی په تاسو آسانتیا اونه غواړی په تاسوباندی تنگسیا اودپاره ددی چه پوره کړئ شماره او دپاره ددی چه لوئی اوائی د اللّه تعالٰی په هغه طریقه چه خودلی ده تاسوته اودپاره ددی چه شکراوکړئ د اللّه تعالٰی ﴿۱۸۵﴾


[۱۸۳] په دی آیت کښی دریم حکم دی فرضیت دروژی اوپه دی کی پنځه احکام دی په پنځه آیاتونوکښی - اول حکم دروژی فرض کیدل دمخکنوپه شان اودهغی فائده تقویٰ ده (الصِّيَامُ) مصدردی روژی نیول - بل قول دادی چه صیام جمع دصوم اومراد ترینه دری ورځی روژی نیول دایام بیض (دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم) دی اودا مخکی فرض وی بیا منسوخ شوی په صوم رمضان سره -
[۱۸۴] په دی آیت کښی دوهم حکم دی په عذر سره اوحکم دفدئی (أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ) په دی کښی ترغیب دی روژی نیولو ته چه دالږی ورځی دی ځکه دیومیاشت روژی په نسبت دټول کال سره لږی دی (يُطِيقُونَهُ) ددی آیت یومطلب دادی چه سره دقدرت دروژی ، روژه اونه نیسی اوفدیه ورکوی داحکم منسوخ شوی دی په روستو آیت سره اوبل مراد دآیت دادی چه ډیربوډاگان اوهمیشه بیماران چه دروژی طاقت نه لری هغوی باندی فدیه لازم ده نوبیا د یطيقونهُ دری تفسیره دی (۱) لاپکښی پټ دی (۲) دسلب معنیٰ ده یعنی طاقت دروژی نه لری (۳) طاقت هغه وخت کښی استعمالیږی چه برداشت دروژی نشی کولی مگرپه ډیرسختئ سره اوآیت کښی نوری معنی هم شته (وَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا) یعنی په روژه نیولو یا فدیه ورکولو کښی اخلاص او خوشحالی په کارده (وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ) په اول توجیه سره روژه نیول دفدئی نه غوره دی اوپه دوهمه توجیه سره روژه نیولو کښی (فی نفسهِ) ډیری فائدی دی -
[۱۸۵] په دی کښی دریم حکم دی ، میاشت دروژی اوحکمتونه دقضا - څلورخبری دی یودامعاف کیدل په عذر سره ، دوهم روسته کول دروژی دریم بیاقضا دهغی برابرڅلورم داحکم داللّه تعالٰی منل نوددی دپاره ئی څلورحکمتونه په ترتیب سره بیان کړل - داول دپاره (يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ) اودوهم دپاره (وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ) اود دریم دپاره (لِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ) اودڅلورم دپاره (وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ) (الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ) نزول شروع شوی دی په هغی کښی په لیلة القدر کښی ، بل قول دادی چه ټول قرآن دلوح محفوظ نه آسمان دنیا ته په یوشپه کښی نازل شوی دی (وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى) من په معنیٰ دلام دی یا مِن په خپله معنیٰ دی او الهدیٰ نه مراد زوړ هدایت دی چه په مخکینو کتابونوکښی موجود وؤ او (هُدًى لِلنَّاسِ) هدایت دقرآن مراد دی -