سَيَقُولُ ۶۶ اَلٌبَقَرَة

وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۷۹﴾ كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ ﴿۱۸۰﴾ فَمَنْ بَدَّلَهُ بَعْدَمَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۸۱﴾ فَمَنْ خَافَ مِنْ مُوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۸۲﴾

اوستاسودپاره په قصاص شرعی (جاری کولو) کښی ژوند دی ای صفا عقل والو ددی دپاره چه تاسو بچ شئ ﴿۱۷۹﴾
لازم کړی شوی دی په تاسوباندی کله چه نزدی شی یوستاسو ته مرگ که چیری پریږدی مال وصیت کول موراوپلارته اوخپلوانوته په نیکی طریقی سره لازم دی په پرهیزگارانو باندی ﴿۱۸۰﴾
پس چه بدل کړو داوصیت پس داوریدلونه پس یقیناً گناه (ددی بدلولو) په هغه کسانودی چه بدلوی داوصیت یقیناً‌ اللّه تعالٰی هرڅه اوری په هرڅه پوهه دی ﴿۱۸۱﴾
پس څوک چه ویره کوی دوصیت کؤونکی نه دکږیدلو په خطائی یا گناه کولو په قصد پس جوړخ اوکړئ ددوی په مینځ کښی پس نیشته هیڅ گناه په هغه باندی ، یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی او رحم کؤونکی دی ﴿۱۸۲﴾

[۱۷۹] په دی آیت کښی دقانون قصاص دجاری کولو فائدی ذکر شوی دی (حَيَاةٌ) تنوین دپاره دتعظیم یا تنویع دی یعنی لوی ژوند اوژوند دامن دی (يَا أُولِي الْأَلْبَابِ) الباب جمع دلب ده هغه عقل دی چه دوهمونو دمقابلی نه خالی وی -
[۱۸۰] په دی آیت کښی دوهم حکم دی مطلب دادی چه کله یوسړی مړکیږی اومال ئی پاتی وی نوخپلووارثانو ته دوصیت اوکړی چه ځما مال په شرعی طریقی سره تقسیم کړئ اوپه سنت طریقه فدیه او صدقه اوکړئ اومورښځی وغیره ته په میراث کښی حصه ورکړئ اودیته معروف وائی - اوکه مال ئی نه وی نوددین په باره کښی دی وصیت اوکړی چه په صحیح دین باندی کلک شئ آیت په دی معنیٰ سره منسوخ نه دی اوپه دی توجیه سره الوصیة په معنیٰ دایصاء اونصیحت کولو دی اوبالمعروف نه مراد شرعی طریقه ده دارنگ که والدین اواقربین غیرورثه وی یعنی کافران وی مثلاً‌ نوهم آیت منسوخ نه دی اوهرکله چه وصیت په معنیٰ دمال څه حصه ورکول روستو دمرگ نه په طریقه دوصیت کولو نوداپه آیت دمیراث سره اوپه حدیث لاوصیة لوارث سره منسوخ دی -
[۱۸۱] په دی آیت کښی زورنه ده بدلوؤنکودوصیت ته (سَمِعَهُ) نه مراد علم حاصلیدل دی -
[۱۸۲] په دی آیت کښی ترغیب دی اصلاح کولو دغلط وصیت ته (مُوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا) گناه ته میلان په خطائی سره اواثما گناه کول په قصد سره (فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ) یعنی مصالحت اوکړی په مینځ د میت او وصیت والو کښی په حق طریقی سره نودی ته تبدیل نه وئیلی کیږی نوداگناه نه دی -