لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ ﴿۱۷۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى بِالْأُنْثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ذَلِكَ تَخْفِيفٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۷۸﴾
نه ده نیکی (خاص) داخبره چه اوگرځوی مخونه خپل طرف دمشرق او دمغرب ته اولیکن نیکی (نیکی) دهغه چاده چه ایمان ئی راوړی دی په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ اوپه ملائکو اوپه کتابونو اوپه پیغمبرانو باندی اوورکوی مال په مینه دهغه خپلوانوته اویتیمانوته او مسکینانوته او مسافرو ته اوسوال کؤونکوته اوپه آزادلو دڅټونو کښی - اوپاندی کوئ دلمانځه اوورکوئ زکوٰة اوپوره کؤونکی وی دوعدو خپلو کله چه وعده اوکړی (اودصفت لائق دی) صبرناک په سختئ (مالی) کښی اوپه مرضونوکښی اوپه وخت دجنگ کښی دغه کسان رشتینی دی اودغه کسان خاص دوی پرهیزگاران دی ﴿۱۷۷﴾
ای ایمان والو فرض کړی شوی دی په تاسوباندی (جاری کول) دقصاص په باره د وژلی شؤو کښی ، آزاد وژلی کیږی په بدل دآزاد کښی اومرئی په بدل د مرئی کښی اوزنانه په بدل دزنانه کښی پس هغه څوک چه معافی اوکړی شو هغه ته دطرف ورور دهغه نه څه معافی، پس لازم دی گرځیدل په هغه پسی په ښه طریقه اولازم ده په هغه باندی ادائیږی هغه ته په نیکئ سره دا اسانتیا ده ستاسودرب طرف نه اورحمت دی پس چاچه زیاتی اوکړو پس ددی نه پس هغه لره عذاب دی دردناک ﴿۱۷۸﴾
[۱۷۷] ددی آیت نه تر (۲۷۴) پوری دریمه حصه ده په باره دجهاد کښی اوپه دی کښی څلوربابونه دی - اول باب ددی آیت نه تر (۱۹۵) پوری دی - په دی کښی لس امور دی دپاره دتهذیب الاخلاق پنځه دعقیدی اوپنځه دعملونو بدنی او مالی سره تعلق لری اشاره ده چه اول د خپل صفائی ضروری ده بیا څلور امورذکر دی دپاره دسیاست مدنی، قصاص، وصیت دمعروف، روژه، منع دحرام مالونونه اوپه دی کښی مقصد امن راوستل دی - یوامن دنفسونو دی چه یو ظاهری دی لکه قصاص ، دوهم اخلاقی دی لکه روژه، دریم امن دمالونودی هغه یوپه صحیح وصیت سره دی ، دوهم دحرام مالونونه بچ کیدلوسره دی - بیا اعلان جنگ دی سره دآدابو دهغی نه اوسره دترغیب دخرچ کولو نه - اهل کتابو دقبلی مسئله دنیکی معیار گرځولی وو، اگرچه شرک ئی کوؤ اوانکار درسول ئی کوؤ لیکن وئیل ئی چه څوک قبلی ته مخ کوی نوهغه جنتی دی - جواب اوشو په دی آیت کښی چه دنیکئ او دجنت دارومدار په صحیح عقیدی دی صرف په قبله باندی نه دی -
فائده: زمونږ په شریعت کښی اهل قبله هغه چاته ویلی کیږی چه توحید رسالت اوددین ټول ضروریات منی او قبله کعبه منی، نوهغه ته کافرنه وئیلی کیږی - نوکه څوک کفرکوی یاشرک کوی اوقبلی ته مونځونه هم کوی نوه هغه مؤمن نشی کیدی لکه مرزائی چه دختم نبوت منکردی اوقبرپرست پیرپرست چه قبرونو اوپیرانو ته سجدی اوعبادات کوی (الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ) دائی په طریقه دمثال سره ذکر کړی دی مرادترینه قبله شرعیه ده (عَلَى حُبِّهِ) ضمیر د (ه) راجع دی اللّه تعالٰی ته یاراجع دی مال ته - محبت دمال دادی چه قیمتی مال وی یادوخت دزنکدن نه مخکښی وی (وَفِي الرِّقَابِ) دچا سټ بندی وی په غلامئ یا په قرضونو کښی - اودامال ورکول هم په سبب داحتیاج ددغه کسانو اوپه وخت دطاقت مالی د ورکوؤنکی کی واجب دی (بِعَهْدِهِمْ) مراد ددی ټول هغه عهود دی چه اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ دطرف نه دی یاپه کورنئ کښی دی (الْبَأْسَاءِ) هغه تکلیفونه چه دمال سره تعلق لری (وَالضَّرَّاءِ) هغه تکلیفونه چه دبدن سره تعلق لری -
[۱۷۸] په دی آیت کښی اول حکم دسیاست دی قصاص، یعنی قصاص جاری کول اوقصاص ته ځان (قاتل) سپارل فرض دی بیادوارث خوښه ده - په اوله معنیٰ (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ) خطاب دی حکومت والو ته اوپه دوهمه معنیٰ خطاب دی قاتلانوته لیکن دواړه حالتونوکښی خلافت قائم کولو ته ضرورت دی ددی وجی نه خطاب اوشو عامو مؤمنانوته ( الْحُرُّ بِالْحُرِّ) کښی اشاره ده چه قصاص په طافت والو اوپه کمزورو ټولوکښی جاری کول لازم دی اودری قسمونه ذکرشول - نارینه اوزنانه اوآزاد او مریان (فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ) اخیه نه مراد مقتول دی نواشاره ده چه په دی قتل سره دایمان داخوت نه نه اوځی - شَيْءٌ، په دی کښی اشاره ده چه په ورثه دمقتول کښی یوکس معافی اوکړی نوپوره معافی اوشو اودلته ددیت ذکرته حاجت نشته ځکه چه وینه دمسلمان دقصاص یا دیت نه خالی کیدی نشی -