إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۷۴﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ ﴿۱۷۵﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۱۷۶﴾
یقیناً هغه کسان چه پټوی هغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی دخپل کتاب نه اوحاصلوی په هغی سره قیمت لږ (ټوله دنیا) دغه کسان نه خوری دوی په خیټوخپلو کښی مگراور ، اوخبری به نه کوی دوی سره اللّه تعالٰی په ورځ دقیامت اونه به پاکوی دوی لره - اودوی دپاره عذاب دردناک دی ﴿۱۷۴﴾
داهغه کسان دی چه اخیستی ده گمراهی په بدله دهدایت کښی اوعذاب په بدله د بخنه کښی پس څه عجیبه صبردی ددوی په اور باندی ﴿۱۷۵﴾
دا (عذاب) په دی وجه دی چه اللّه تعالٰی نازل کړی دی کتاب دحق دپاره (اودوی پکښی مختلف دی) اویقیناً هغه کسان چه اختلاف ئی کړی دی په کتاب کښی خامخا په دشمنئ لری کښی دی (دحق نه) ﴿۱۷۶﴾
[۱۷۴] دی آیت کښی سخته ویره ورکوی پټوونکودحق ته - دلته هغه خلق مراد دی چه حق هم پټوی اوددنیا مال وغیره په هغه سره حاصلوی - یعنی (کتمان) پټول دحق ددنیا په حرص سره کوی نودوی بدتردهغه چادی چه په (۱۵۹) کښی ذکر شوی وؤ ددی وجی نه ددوی څلور عذابونه په دی آیت کښی ذکر دی - (مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ) لفظ دفی بطونهم ئی ددی دپاره اضافه کړی دی چه معلومه شی چه دلته داکل نه مراد خوړل دی صرف اخیستل نه دی اودارنگ په دی سره اشاره ده ډیرخوراک ته تردی پوری چه ښه موړ شی - (وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ) داکنایه ده دسخت خفگان د اللّه تعالٰی نه او خبری د حساب کتاب به کوی ورسره خوپه واسطه دملائکو سره (وَلَا يُزَكِّيهِمْ) دگناهونونه به ئی نه پاکوی په معافئ کولو سره یادعذاب نه به ئی نه بچ کوی -
[۱۷۵] په دی آیت کښی دوه بدحالئ ددوی ذکر دی یواشتراء دگمراهئ په هدایت سره دوهم اورد جهنم (فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ) داد تعجب په مقام کښی ذکر کیږی دپاره ددی چه اوریدونکی ددی دحال نه تعجب اوکړی اودی ته صبرمذموم ویلی شی -
[۱۷۶] په دی آیت کښی سبب دعذاب ذکر شوی دی چه هغه اختلاف دی په مقاصدو دکتاب اللّه کښی اواختلاف پیدا شوی دی په سبب دکتمان دحق سره (نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ) ددی نه روستو فاختلفوا پټ مراد دی ځکه صرف نزول دکتاب اللّه سبب دعذاب نه دی اودارنگ ورپسی ذکر داختلاف دی (شِقَاقٍ) هغه دشمنی چه په مینځ کښی پوره قطع تعلق پیداکړی، (بَعِيدٍ) دحق نه په ډیر مرحلو سره لری ده اشاره ده چه دوی دومره زیات گمراه شوی دی چه دحق یوه ذره پکښی پاتی شوی نه ده -