سَيَقُولُ ۶۲ اَلٌبَقَرَة

يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۱۶۸﴾ إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۶۹﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ ﴿۱۷۰﴾

ای خلقو خورئی (حلال گنړئ) دهغه نه چه په ځمکه کښی دی حلال پاک اوتابعداری مه کوئ دقدمونو (طریقو) دشیطان یقیناً دی ستاسودپاره دشمن ښکاره دی ﴿۱۶۸﴾
یقیناً حکم کوی په وسوسو سره تاسو ته په بدوویناگانو اوپه ناکاره کارونو اوچه جوړوئ په اللّه تعالٰی باندی هغه خبری چه تاسو په هغه پوهه نه لرئ (په دلیل سره) ﴿۱۶۹﴾
اوهغه وخت چه اوویلی شی دوی ته تابعدارئ اوکړئ دهغه څه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی دوی وائی (نه) بلکه مونږتابعداری کوو دهغه طریقی چه موندلی مونږ په هغی باندی مشران خپل آیا (دوی دهغوی تابعداری کوی) اگرچه ؤو دغه مشران ددوی نه پوهیدل ددین په هیڅ څیز اونه ئي لار موندلی وه ﴿۱۷۰﴾

[۱۶۸] په دی آیت کښی رد د(شرک فعلی) تحریمات دغیراللّه دی - اوهغه دادی چه یوشی اللّه تعالٰی حلال کړی وی لیکن څوک ئی په دی وجه حرام گنړی چه که داحلال کړم اوفائده ترینه واخلم ، نوفلان ولی بزرگ به ماته ټکره راکوی لکه جاهلیت والو بحیره سائبه وغیره جوړکړی وو - یاچه اوس څوک دمړبزرگ قبر په خواکښی دمرغوښکار یا دمهو ښکار نه ځان ساتی چه ټکره به راته اورسئ دارنگ باطل پرست پیرانو په خپل مریدانو جامی اغوستل یا ښه خوراک کول حرام کړی وی اودی ته ریاضت وائی ددی حکم په شرع کښی دادی چه دغه شی حرام نه دی څوپوری چه نذردغیراللّه نه وی اوددی کول او منل شرک دی (خُطُوَاتِ) نه مراد ټول گناهونه اوبدعات دی چه دشیطان په وسوسه سره پیداکیږی (كُلُوا) مراددی نه واجب کول دخوراک نه دی بلکه معنیٰ داده چه په ځان باندی مه حراموئ -
[۱۶۹] دا علت دی دشمنئ دشیطان اوتقوّل علی اللّه تعالٰی (یعنی په اللّه تعالٰی دروغ جوړول) دشرک اوبدعت جړ دی (بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ) فرق په څو وجوهوسره دی سوء قولی گناهونه اوفحشاء عملی گناهونه - اوسوء، هغه چه شرع سره دهغی بدی معلومیږی اوفحشاء، هغه چه په عقل سره هم دهغی قباحت معلوم وی، اوسوء هغه گناه دی چه حد پکښی نه وی اوفحشاء، هغه گناه دی چه حدشرعی پکښی مقرر وی -
[۱۷۰] په دی آیت کښی رددی په دلیل دمشرکانو هغوی وائی مونږ دمشرانو طریقه منو اودهغی نه بغیر نوری طریقی نه منو او دغی ته تقلید شرکی او مذموم وائی - اوتقلید جائز دادی چه دعالم اومهتدی خبره منی په دی وجه چه هغه خبره په دلیل سره کړی ده نودا اصل کښی تابعداری ددلیل ده - لیکن هرکله چه ورته معلومه شی چه دغه قول دعالم دصریح نص نه خلاف دی نوبیا دهغی پریخودل واجب دی اوکه پری نږدی نوداتقلید شرکی دی - تفسیر بحرالعلوم او تفسیر ابن عطیه کښی لیکلی دی چه داآیت رد دی په تقلید باندی اومشرکانو اگرچه تقلید دگمراهانو کړی دی لیکن تقلید د امامانو چه بی دلیله وی نوهغه دهغه په ذیل کښی داخل دی (آبَاءَنَا) مراددی مشران علماء دی اوداسی په سورة مائده (۱۰۴) او سورة لقمان (۲۱) اوسوره زخرف (۲۳،۲۲) کښی دی -