وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ ﴿۱۶۵﴾ إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ ﴿۱۶۶﴾ وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ ﴿۱۶۷﴾
اوبعضی دخلقو نه هغه دی چه گنړی سیوا داللّه تعالٰی نه شریکان مینه کوی دهغوی سره په شان دمینی ددوی د اللّه تعالٰی سره اوایمان والا ښه کلک دی په مینه د اللّه تعالٰی کښی، اوکه پوهیدی هغه څوک چه شرک ئی کړی دی کله چه اووینی دوی عذاب په دی خبره چه یقیناً طاقت دیو اللّه تعالٰی دی ټول اویقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب والا دی (نودوی به شرک نه وی کړی) ﴿۱۶۵﴾
کله چه جدائی به اوکړی هغه خلق چه تابعداری کړی شوی ده - دتابعدارو خپلونه اودوی به اووینی عذاب لره اوپری به شی ددوی تعلقات دیوبل سره ﴿۱۶۶﴾
اواوبه وائی تابعداران ددوی ارمان چه وی مونږلره دوباره تلل دنیا ته پس جدايی به اوکړو مونږ ددوی نه لکه چه دوی جدائی اوکړه زمونږنه دغسی به ښائی دوی ته اللّه تعالٰی عملونه ددوی دپاره دافسوسونو په دوی باندی اونه به وی دوی وتونکی داور نه ﴿۱۶۷﴾
[۱۶۵] په دی آیت کښی زورنه ده مشرکانوته ، مراد دانداد نه مشرکان پیران اوملایان اومشران دی چه کشرانو ته ئی شرک اوبدعت خودلی وو اودوی دهغوی شرکی تقلید کوو اوهغی ته محبت وائی - (يُحِبُّونَهُمْ) په معنیٰ ددی چه تابعداری کوی دهغوی یامحبت په معنیٰ حقیقی سره دی اوهغه مستلزم دی عبادتونو بدنیه او مالیه لره (كَحُبِّ اللَّهِ) اشاره ده چه محبت د غیراللّه سره په هغه وخت کښی شرک دی چه برابر شی محبت الٰهیه سره (وَلَوْ يَرَى) رویت دسترگو مراد دی اومفعول ئی پټ دی (الْعَذَابِ) اوجزاء د لَوْ هم پټه ده یعنی (لَعَلِمُوْا أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) یارویت علمی مراد دی اوان القوة آه ددوه مفعولو په ځای دی اوپه آخرکښی جزا پټه ده یعنی لما اشرکوا (دوی به شرک نه وی کړی) ( أَشَدُّ حُبًّا) یعنی مؤمنان د اللّه تعالٰی دطاعت په شان دبل چاطاعت نه کوی اود اللّه تعالٰی دطاعت دپاره دنورو خلقو طاعت پریږدی نوددوی طاعت ځکه کلک دی -
[۱۶۶-۱۶۷] په دی دواړو آیتونوکښی ددوی دپیرانو اومریدانو دیوبل نه برائت ذکر کوی په ورځ دآخرت کښی (مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا) متبوعین په دی آیت کښی عام دی که نیکان وی اوکه بدان وی اودبرائت مطلب داچه دوی به اوائی چه مونږ خوتاسوته حکم دتابعدارئ زمونږنه دی کړی تاسوولی زمونږبغیرددلیل نه اتباع کړی ده (كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ) یعنی لکه ددی عمل باطله نتیجه ملاوشوه دارنگ ټول اعمال کفریه شرکیه اوبدعیه به ددوی باطل شی اودوی به هغی په کولو باندی افسوسونه کوی -