سَيَقُولُ ۶۰ اَلٌبَقَرَة

خَالِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ ﴿۱۶۲﴾ وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶۳﴾ إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۶۴﴾

همیشه به وی په هغی کښی نه به شی سپکولی ددوی نه عذاب اونه به دوی له مهلت ورکیدی شی ﴿۱۶۲﴾
اوحقداردبندگئ ستاستو معبود یو دی ، نیشته دخدائیتوب صفتونووالا سیوادهغه نه عام مهربان خاص رحم کؤونکی دی ﴿۱۶۳﴾
یقیناً په پیدائش دآسمانونو اودځمکه کښی اوپه تلو راتلو دشپی اودورځ کښی اوپه کشتوکښی هغه چه چلیږی په دریاب کښی په سبب دفائدی دخلقو اوبه هغه څیزکښی چه راورولی دی اللّه تعالٰی دآسمان دطرف نه څه اوبه پس تازه کړی ده په هغی سره ځمکه پس داوچ والی دهغی نه اوخواره کړی دی په هغی کښی هرقسم زنده سر اوپه گرځیدودبادونو اودوریځو چه زوړند دی (په حکم داللّه تعالٰی) په مینځ دآسمان او ځمکه کښی دلیلونه دتوحید دی دپاره دهغه قوم چه دعقل نه کاراخلی ﴿۱۶۴﴾

[۱۶۳] ددی نه تر (۱۷۶) پوری ددی حصی څلورم باب دی په دی کښی دعویٰ دتوحید په دوهم کرت اوپه هغه باندی لس عقلی دلیلونه، احوال د اعیانواوبیا زورنه مشرکانوته اوبرائت دباطلو معبودانو دخپلو عابدانونه اورد په تحریمات دغیراللّه اودهغوی په دلیل اورد په نذردغیراللّه باندی اوحق پټوونکوته سخته ویره اخروی ده - په دی آیت کښی مسئله توحید ده الٰه هغه ذات دی چه دهغه حق بندگی کیږی اوحاجتونه پوره کوی - اومصیبتونو کښی او تکلیفونو کښی مدد کوی اوضرر لری کوی اومالک دنفع او ضرر وی (لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ) په دی کښی دفع دوهم ده هغه داچه کیدی شی چه لوی الٰه به یووی اوواړه الٰه نور کیدی شی نوجواب اوشوپه لاالٰه الاهو سره مطلب دادی چه دالوهیت او خدائیتوب صفتونه په بل چاکښی امکان هم نه لری - موجود کیدل دبل الٰه خوډیره لری خبره ده (الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ) په دی صفاتوکښی اشاره ده چه نعمتونه ورکؤونکی اللّه تعالٰی دی نوتحلیل اوتحریم هم دهغه په اختیار کښی دی نورد دی په شرک فی التحلیل او تحریم باندی -
[۱۶۴] په دی آیت کښی عقلی دلیلونه دی په ذکرد لسوڅیزونو سره چه دلالت کوی په توحید باندی (خَلْقِ السَّمَاوَاتِ) په دی کښی نَوَر سپوږمئ ستوری هم داخل دی (وَالْأَرْضِ) په دی کښی غرونه اونی بوټی ټول داخل دی (وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ) په دی کښی هم اختلاف دی په رنړا او تیری سره او لوی کیدل وړوکی کیدل او یو بل پسی تله راتله داخل دی (بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ) په دی کښی اشاره ده چه ددریاب سفر بغیر د قصد د دنفع دنیوی او اخروی نه جائزنه دی (وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ) د مختلفو طرفونو نه رالوتل او تیزیدل اوپه دمه کیدل په کښی داخل دی -