إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ ﴿۱۵۹﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۱۶۱﴾
یقیناً هغه کسان چه پټوی هغه شی چه نازل کړیدی مونږ چه ښکاره حکمونه دی اوهدایت خبری دی روستو دهغی نه چه بیان کړی دی مونږهغه دپاره دخلقو په کتاب کښی ، دغه کسان لعنت کوی په دوی باندی اللّه تعالٰی اولعنت کوی په دوی لعنت کؤونکی ﴿۱۵۹﴾
مگرهغه کسان چه توبه اوباسی اونیک عمل کوی اوبیان اوکړی (دهغی چه پټ کړی وی) پس دغه کسان توبه قبلووم ددوی او ځه ډیرتوبه قبلوونکی رحم والایم ﴿۱۶۰﴾
یقیناًهغه کسان چه کفرئی کړی دی او مړه شول او حال داچه دوی کفرکؤونکی وی دغه کسان په دوی باندی لعنت دی د اللّه تعالٰی اوملائکو خلقو ټولو ﴿۱۶۱﴾
[۱۵۹] په دی آیت کښی حق پټوونکوته ددنیا دعذاب ویره ده اوآیت عام دی یهودیانو پوری خاص نه دی اومؤمن له پکاردی چه په دوی باندی لعنت وائی (الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى) بینات نه مراد ښکاره دلیلونه درسالت د رسول اللّٰه ﷺ اوهدیٰ نه مراد احکام شرعیه دی دارنگ بینات نه مراد وحی جلی ده لکه تورات او قرآن او الهدیٰ نه مراد وحی خفی یعنی سنت د موسیٰ علیه السلام او سنت زمونږ د نبی ﷺ دی - اوکتمان پټول دڅیزپه قصد سره (مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ) په دی کښی ازالی دعذر ته اشاره ده اودارنگ ذکر داحسان الٰهی دی (اللَّاعِنُونَ) ملائک او مؤمنان مراد دی -
[۱۶۰] په دی آیت کښی دحق پټوونکو توبه اودری شرطونه ذکر دی - توبه داصلاح دعمل اوظهار دپټوکړو مسئلو -
[۱۶۱-۱۶۲] په دی آیتونوکښی حق پټوؤنکوته دآخرت دعذاب ویره ده او د (كَفَرُوا) نه مراد هغه خلق دی چه حق ئی په ضد اوعناد سره پټ کړی دی (وَمَاتُوا) اشاره ده چه توبه ئی دکتمان نه ویستلی نه ده اودا دلیل دی چه د چا موت په کفرباندی معلوم نه وی نوپه هغه باندی شخصی لعنت کول جائز نه دی (وَالنَّاسِ) کښی ددوی مریدان هم داخل دی هغوی به پری هم لعنت کوی لکه سورة اعراف (۳۸) اوسورة عنکبوت (۲۵) کښی دی (فِيهَا) ضمیرلعنت او جهنم ته راجع دی (لَا يُخَفَّفُ) ددی تعلق روستود شروع کیدلو دعذاب نه دی (وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ) ددی تعلق مخکی دراتللو دعذاب نه دی -