سَيَقُولُ ۵۸ اَلٌبَقَرَة

الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿۱۵۶﴾ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ ﴿۱۵۷﴾ إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ ﴿۱۵۸﴾

داهغه کسان دی کوم وخت چه اورسیږئ دوی ته څه مصیبت دوی وائی یقیناً مونږ د اللّه تعالٰی یو اویقیناً خاص مونږهغه ته ورگرځیدونکی یو ﴿۱۵۶﴾
دغه کسان دوی باندی برکات دی دطرف درب ددوی نه اورحمت دی اودغه کسان دوی لارموندونکی دی ﴿۱۵۷﴾
یقیناً صفا او مروه دنښو ددین د اللّه تعالٰی نه دی پس چاچه حج کوو دبیت اللّه یائی عمره کوله پس هیڅ گناه نشته په ده باندی چه ځی راځی دی ددغی دواړو په مينځ کښی اوچاچه په خوشحالئ سره اوکړه نیکی پس یقیناً اللّه تعالٰی قبلوونکی دی پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۱۵۸﴾


[۱۵۶] په دی کښی تفسیردصابرینودی داکلمه لوستل په هرمصیبت کښی په کارده مرگ پوری خاص نه ده (قَالُوا) مراد ددی قول نه دادی چه په زړه کښی عقیده فرض ده اوپه ژبه لوستل سنت دی (إِنَّا لِلَّهِ) په اعتبار د مِلک او مُلک اوعبدیت سره مونږخاص د اللّه تعالٰی یو زمونږد اختیارڅه څیزنشته (وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) یعنی فناپه ټولو باندی راځی اوبیاحساب کتاب ته پیشی ده په دی عقیدی سره هرتکلیف آسانیږی -
[۱۵۷] ددری صفات دری جزاگانی دی دصبر، قول إِنَّا لِلَّهِ اوقول واناالیه راجعون - په لف نشرمرتب سره یاپه مجموعی طورسره (صَلَوَاتٌ) په دی کښی خصوصی رحمتونه اونعمتونه مراد دی اورحمة کښی عام رحمتونه مراد دی او (مُهْتَدُونَ) مراددی نه کامیابی موندل دی په مقاصدو دینیه اودنیویه کښی -
[۱۵۸] په دی آیت کښی دنهمی شبهی جواب دی چه صفا باندی په جاهلیت زمانه کښی اُساف بت پروت وؤ اومروه باندی نائله وؤ مشرکانوبه ددوی طواف کوؤ هرکله چه په اسلام کښی داحکم وو چه دصفا ومروه طواف کوئ نویهودیانو اومشرکانو اعتراض اوکړو چه مونږ دشرک نه منع کوئ او په خپله دشرک مشابهت کوئ‌ اوپه دی سره دبعضی مؤمنانوپه په زړونوکښی هم شبه پیدا شوه لکه چه حدیث بخاری کښی دانصارو ذکر دی چه یوی ډلی په جاهلیت کښی دمناة طواف کوو اودصفا مروه طواف ئی ناروا گنړلو - جواب اوشو چه داپه اصل کښی دتوحید ځایونه دی دمشرکانو په شرک سره هغه ته نقصان نه رسی - (شَعَائِرِ اللَّهِ) جمع دشعیرة ده خاص علامت دڅیزته وئیلی شی اومراد ددی هرهغه طاعت او عبادت اومحل دهغی چه خاص نښه گرځولی شوی ده دپاره د دین اسلام چه په هغی سره مسلمانان پیژندلی کیږی -
حج: په لغت کښی صرف قصد ته وئیلی شی اوپه شریعت کښی خاص عبادت گرځولی شوی دی متعلق دکعبی اونیزدی د هغی سره (أَوِ اعْتَمَرَ) عمره په لغت کښی صرف زیارت ته وئیلی شی اوپه شریعت کښی خاص عبادت گرځولی شوی دی (لَا جُنَاحَ عَلَيْهِ) مقصد ئی دادی چه کول ددی گناه مه گنړئ بلکه واجب دی - طواف:ډیر تلل راتللوته وئیلی شی مراددی نه سعی کول دی په مينځ دصفا اومروه کښی په سنت طریقی سره -