سَيَقُولُ ۵۷ اَلٌبَقَرَة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۳﴾ وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۱۵۴﴾ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۵﴾

ای ایمان والو امداد حاصل کړی په صبرکولو او مونځ کولو یقیناً اللّه خاص ملگری دصبرکؤونکو دی ﴿۱۵۳﴾
اومه وائی دهغوپه باره کښی چه اووژلی شوپه لارد اللّه تعالٰی کښی چه دوی مړه دی بلکه ژوندی دی ارواح ددوی اولیکن نه پوهیږئ تاسو (دهغوی په ژوندباندی) ﴿۱۵۴﴾
اوخامخا ازمیښت کؤو مونږپه تاسوباندی په لږڅیزسره دویری نه اولوږی نه اوکموالی دمالونو اونفسونو او دمیوونه - اوزیری ورکړه صبرناکولره ﴿۱۵۵﴾

[۱۵۳] دی آیت کښی څلورم امرذکردی چه استعانت دی په صبراوصلوٰ ة سره - اوددی تفسیر په (۴۵) کښی تیرشوی دی هلته خطاب وؤ بنی اسرائیلو ته نوکبیرة ورته ویلی وؤ اودلته مؤمنانوته خطاب دی نومع الصابرین سره ئي تسلی ورکړه اوددی نه معیت خاصه مراد دی چه هغه مدد اونصرت الٰهیه دی - اوصبرشامل دی صلوٰة ته ددی وجی نه مع المصلین ئي نه دی وئیلی -
[۱۵۴] داآیت نازل شوی دی په رد دهغه چاکښی چه ویل ئی په باره دشهداء بدر کښی چه دی خلقو هسی خپل ژوند اومزی بربادکړی دی - په دی آیت کښی دهغه چاشان بیانوی چه په دین دومره کلک اوصابروی چه په دین باندی اووژلی شی اوهغه ته شهید وئیلی کیږی داسی په سورة آلعمران (۱۲۹) کښی شته - حدیث شریف کښی راغلی دی (خلاصه ئی داده) چه رسول اللّٰه ﷺ په تفسیرددی آیت کښی فرمائيلی دی - چه ددوی ارواح دشنومرغو په خیټوکښی دی اوجنت کښی سیرکوی اوبل حدیث کښی کی راغلی دی احیاءفی الجنة په جنت کښی ژوندی دی - مطلب دادی چه ددی آیت نه دشهیدانودپاره برزخی ژوند ثابت دی اودادنیوی ژوند نه بدل او اوچت دی اوداژوند دپیغمبرانودپاره ډیراوچت دی - اوداژوند دکافرانودپاره هم شته لیکن هغه دعذاب دپاره دی هغه په ژوند نه دی حساب، اودمؤمنانواوشهیدانواوپیغمبرانو برزخی ژوند دلذتونواودمزودجنت دپاره دی لیکن داژوند حقیقی نه دی بلکه حکمی اومجازی دی دلیل په دی باندی (لَا تَشْعُرُونَ) دی اوحکمی ژوندسره لیدل او اوریدل لازم نه دی - مراد د (أَمْوَاتٌ) نه دعامومړوپه شان یاداسی چه روح ئی هم مړوی یادمزونه محرومه ، هسی میت (مړی) ویل ورته جائزدی - (بَلْ أَحْيَاءٌ) ددی نه مراد یوه نوع دژوند ده چه هغی ته حیات برزخی وئیلی شی چه ددنیوی ژوند نه بالکل بدل دی (لَا تَشْعُرُونَ) آلوسی اوبیضاوی وئیلی دی چه ددی ژوند علم په حواسواوعقل سره نه حاصلیږی بلکه په وحی سره ثابت دی -
فائده: په دی آیت کښی پنځمه خبره ذکرده چه څوک د اللّه تعالٰی په دین باندی شهید شی نوهغه سپک مه گنړئ -
[۱۵۵] دری قسمه امتحانات ذکر شول، خوف، جوع او نقص اودهغی کامیابی په صبرسره ده - اودا ابتلائات تشریعی هم دی اوتکوینی هم دی خوف تشریعی جهاد اودعوت کول دشمنانوته - جوع، دحرام مالونونه ځان ساتل اوروژه نیول (وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ) دتجارت دحرامو طریقونه ادربویٰ رشوت وغیره نه ځان بچ کول- اوزکوٰة اوواجبات مالیه ادا کول (وَالْأَنْفُسِ) په جهادکښی شهادت (الثَّمَرَاتِ) آمدنئ دتجارت زراعت په صحیح مصروفونوکښی خرچ کول - اوتکوینی ویره ددشمنانو اوزهریلی وغیره ځناورونه، لوږه، چه روزی نه ملاویږی دفقردوجی نه ، اونقصان دمالونوپه هلاکیدلو روکیدلو، اونقصان دانفسومړکیدل، اونقصات دثمراتوقحط راتلل یااولاد مړکیدل دا ابتلائات تکوینیه دی -