وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِنَّهُ لَلْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۱۴۹﴾ وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵۰﴾ كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ ﴿۱۵۱﴾ فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ ﴿۱۵۲﴾
اودکوم ځای نه چه وتلی ئی ته پس گرځوه مخ خپل طرف دمسجد حرام ته ، اویقیناً داحق دی دطرفه درب ستانه، اونه دی اللّه بی خبره دهغه عملونونه چه تاسوئی کوئ ﴿۱۴۹﴾
اودکوم ځای نه چه وتلی ئی ته پس اگرځوه مخ خپل طرف د مسجد حرام ته اوکوم ځای چه ئی تاسو پس گرځوی مخونه خپل طرف دهغی ته دپاره ددی چه نه وی خلقولره په تاسوباندی هیځ دلیل مگرهغه کسان چه ظلم کړی دی ددوینه پس مه یریږی ددوینه او اوریږی ځمانه اوددی دپاره چه پوره کړم نعمت خپل په تاسوباندی اوددی دپاره چه لار امومئ ﴿۱۵۰﴾
(پوره کول دنعمت داسی دی) لکه چه لیږلی مونږ په تاسوکښی رسول دجنس ستاسونه بیانوی په تاسوباندی آیاتونه ځمونږاوپاکوی تاسو، اوتعلیم درکوی تاسوته دقرآن او دسنت او تعلیم درکوی تاسوته دهغه څه چه تاسو په هغی نه پوهیدئ ﴿۱۵۱﴾
پس یادوئ مالره ځه به یادوم تاسو اواحسان منئ ځما، اوناشکری مه کوئ ځما ﴿۱۵۲﴾
[۱۴۹] اول کرت ئی دفرضیت دحکم دپاره اوفرمائیل دوهم کرت دعام کولو دټولو مکانونو دپاره که ښاروی او که بانډه وی دریم کرت دعموم دحالاتودپاره که حضروی اوکه سفروی (وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ) مِن په معنیٰ دالٰی دی اواشاره ده دخپل ځای نه په وتلوسره که سفروی اوکه کم وی لیکن حکم دقبلی نه بدلیږی (لَلْحَقُّ) په دی کښی اشاره ده محکم حکم د ی چه نه منسوخ کیږی -
[۱۵۰] په دی آیت کښی څلورمه وجه ده دبدلیدلو دقبلی مطلب دادی که تاسوکعبی ته مخ نه کړئ نوخلق به درباندی حجت قائم کړی چه مخکښی کتابونوکښی ددی امت دانښه ذکرده چه کعبی ته به مخ کوی لیکن دکعبی مخ کولونه بعد بیا چه کوم خلق په تاسوپسی خبری کوی اعتراضونه نو اخلق ظالمان عنادیان دی -
فائده: خوف صرف ویری ته وائی اوخشیت ویره سره دتعظیم نه نوداخاص ده د اللّه تعالٰی پوری اوکله دیوبل په معنیٰ راځی -
تنبیه: داحکم د (مخ گرځولو) پنځه کرته ذکردی اول وجوب دحکم دوهم تعمیم داحوالو دسفر اوحضر، دریم تعمیم مکان نزدی یالری، څلورم توجه قلبی، پنځم رفع داحتمال دنسخ (حُجَّةٌ) داپه معنیٰ ددلیل دی ياپه معنیٰ دجگړی کولو (الَّذِينَ ظَلَمُوا) ددی نه مراد عنادیان خلق دی (وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِي) داعطف دی په لئلا باندی اواتمام نعمت په تحویل قبله سره مراد دی (لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ) مراددی نه زیادت دهدایت دی -
[۱۵۱] (كَمَا أَرْسَلْنَا) متعلق دی د أُتِمَّ نِعْمَتِي سره یعنی اتمام نعمت په تحویل قبلی سره داسی دی لکه اتمام نعمت په آخری رسول را لیږلو سره (مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ) نسفی وئیلی دی مراددی نه هغه احکام دی چه بغیردوحی نه نه معلومیږی -
[۱۵۲] ددی آیت نه تر (۱۵۴) پوری پنځه خبری ذکرشوی دی دپاره دکلک والی په دین باندی په وخت دمصائبو او اعتراضونو - ذکر اللّه تعالٰی ، یادول په ژبه باندی سره دفکردزړه نه اوطاعت کول په بدن سره اوشکر داللّه تعالٰی، دنعمتونونسبت کول دی هغه ته اوداللّه تعالٰی په رضاباندی خرچ کول دی اوشکرپه زړه اواندامونوټولوسره دی (وَلَا تَكْفُرُونِ) کښی دوام دشکرته اشاره ده اومراددی نه کفراوالحاد وفسق و بدعت کول دی په مقابله دنعموتونوکښی په دی آیت کښی دری امورذکر دی -